سات تيري

هوږه، د وینې په غوړو او د فشار په کنټرول کې یې رول

هوږه د وینې د غوړو او فشار په کنټرولو کې مهم رول لوبولی شي

څېړنې وايي، هوږه خوړل د نورو ګټو تر څنګ د وینې د غوړو راکمولو او د فشار په کنټرولو کې مهم رول لري چې ددې ناروغۍ لرونکې کسان یې باید وخوري او ګټه ترې پورته کړي.

په ۲۰۱۶ کال د ایران په اصفهان پوهنتون کې یوه څېړنه ترسره شوه، چې ګډون کوونکو پکې اته اوونۍ هره ورځ ۲۰ ګرامه هوږه او یوه څمڅۍ د لیمو اوبه څښلې.

د څېړنې پایلې مثبتې وې او د دوی د کولېسټرول او وینې فشار کچه راټیټه شوه.

afghan 2024 09 12t133423.797

د وینې فشار په راټیټولو کې د هوږې رول

په ورته کال کې یوې بلې څېړنې ښودلې چې د هوږې خوړل کولای شي د وینې فشار ټیټ کړي.

خو که د سټینفورډ پوهنتون نظر وپوښتئ، بل ځواب به ترلاسه کړئ.

په ۲۰۰۷ کال کې د دغه پوهنتون څېړونکو د یوې څیړنې پایلې خپرې کړې.

نور ولولئ: والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې

نور ولولئ: بریالي خلک تل پر ځان باور لري

دوی دا “زوړ باور” ردوي چې هوږه د کولیسټرول کموونکې ده.

په هغه څېړنه کې، پر ۲۰۰ کسانو چې د کولیسټرول کچه یې نورمال وه، شپږ میاشتې هوږه وخوړه او ولیدل شول چې هوږه خوړل د وینې کولیسټرول (اېل ډي اېل یا بد کولیسټرول) په کمولو کې هېڅ اغېزه نلري.

د دې څیړنې لیکوال پروفیسور ګارډنر وايي: “په څېړنه کې هره ورځ د هوږې یو پلی کارول شوی و.”

afghan 2024 09 12t133545.496

ایا څېړنو ښودلې چې هوږه کولای شي د زړه ناروغۍ مخنیوي په برخه کې د ډاکټر ګارډنر ذهن بدل کړي؟

د څېړنې په اړه نیوکې

هغه وايي: “زموږ څېړنه د ۲۰۰ کسانو په ګډون، په شپږو میاشتو کې په لوړ کیفیت او د متخصص ځواک په مرسته ترسره شوې او د امریکا د روغتیا ملي انسټیټیوټ یې د یو اعشاریه څلور میلیونه ډالرو مالي ملاتړ کړی و.”

“دا به ما لپاره جالبه وي، که زموږ له څېړنې راهیسې په داسې اعتبار او دقت سره بله څېړنه ترسره شوې وي، او که دا ډول څېړنه شوې وي، غواړم په اړه یې پوه شم.”

ډاکټر ګارډنر زیاتوي: “دا د منلو ده چې هوږه روغتیا ته ډېرې ځانګړې ګټې لري. خو دا اسانه کار نه دی چې دا ګټې په سمه او علمي طرحه سره د معتبرو څېړنو په بڼه کې ښکاره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څېړنې د هوږې نورې ګټې هم په ډاګه کړې دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button