هیدر بار: افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی
د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مشره هیدر بار وايي چې افغانستان کې دیني مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولی
طالبانو په افغانستان کې بیا واک ته په رسېدو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر ځای دیني مدرسو ته ډېره توجه وکړه او په هر ولایت کې کې زیاتې دیني مدرسې جوړې کړې. حتی دوی د ښوونځیو او پوهنتونونو ځینې ودانۍ د مدرسو په اختیار کې ورکړې چې د هېواد په کچه خلکو ورباندې غبرګونونه وښودل.
تازه د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشرې هېدر بار پر ایکس پاڼه په یوه ټویټ کې نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې مدرسې په هیڅ ډول د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو بدیل نه شی کېدای.
اوس نجونې د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته ځي
هغې دغه څرګندونې تر هغې وروسته وکړې، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشرې روزا اوتونبایوا د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته ویلی و، چې اوس داسې اسناد شته چې نجونو د ښوونځیو پر ځای مدرسو ته مخه کړې ده.
هغې دا هم ویلي و، چې د دغو مدرسو جوړښت روښانه نه دی او د نصاب په اړه یې هم کره معلومات نه شته.
نور ولولئ: د بشري حقونو د څار سازمان: طالبان د ښځو او نجونو په مجازات سره د بشريت ضد جرم کوي
نور ولولئ: د بشري حقونو څارونکي: د طالبانو له لوري ښځینه حقوقي فعالانې شکنجه کېږي
د نوموړې په خبره، دا هم روښانه نه ده چې په دغو مدرسو کې عصری علوم هم تدریسېږي او که څنګه؟
خو اغلې هېدربار دغه څرګندونې دیني مدرسو ته د نجونو لپاره د طالبانو د اجازې تایید بللی او تر څنګ یې هغه راپورونه هم شریک کړي، چې ښيي طالبانو څه رنګه د هلکانو زدهکړې هم اغېزمنې کړې دي.
د نړیواله ویره له څه ده؟
هېدر بار ټینګار کړی د هغه هېواد لپاره د هیڅ داسې راتلونکی څرک نه لګېږي، چې ماشومان یې یوازې بنسټ پالنه او افراطیت زده کوي.
په افغانستان کې په دیني مدرسو کې د نجونو د زدهکړو په تړاو د ملګرو ملتونو او طالبانو وروستیو څرګندونو ته په دغه تازه غبرګون کې د بشري حقونو فعالان وايي، چې مدرسې د ښوونځیو ځای نه شي نیولای او ټینګار یې دا دی، چې د نجونو ټول ښوونځي دې بېرته برانیستل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند اسوشیټېډ پرېس اژانس ته ویلي و، چې د دوی لهخوا کنټرولیدونکو مدرسو ته د نجونو د عمر هیڅ محدودیت نه شته.
هغه دا هم ویلي و، چې ان د ډېر عمر لرونکي مېرمنې هم کولای شي په دغو مدرسو کې دیني زدهکړې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان ورو ورو پر عصري زده کړو محدودیت لګوي او دیني زده کړو ته په کې ډېره ترجیح ورکول کېږي.