Uncategorized

هیدر بار: ملګري ملتونه طالبان د دوحې غونډې ته په زاریو غواړي، خو د مېرمنو ونډه له پامه غورځوي

هیدر بار د افغان ښځو د حقونو په برخه کې پر ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو په نیوکې سره وايي، دوی افغان ښځې له پامه غورځولي دي

هاخوا د شنبه‌های ارغواني او د افغان مېرمنو نور بنسټونه هم د دوحې په دریمه غونډه چې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې جوړېږي، کلکې نیوکې کوي او د نه ګډون پرېکون یې هم اعلان کړی دی.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مرستیالې هېدر بار د دوحې په ناسته کې د مېرمنو د نه وربللو له امله د ملګرو ملتونو پر چلند نیوکه وکړه.

د افغان مېرمنو پر وړاندې د ملګرو ملتونو منفي دریځ

هغې وویل، چې ملګري ملتونه طالبانو ته سوال زارۍ کوي؛ خو د مېرمنو غوښتنو ته بیا منفي ځواب ورکوي.

مېرمن بار د پنجشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۷مه نېټه) په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې ملګرو ملتونو د افغان مېرمنو د حقونو د فعالانو پر وړاندې منفي دریځ خپل کړی دی.

هغې لیکلي، چې ملګري ملتونو د ښځو د حقونو فعالانو ته وايي چې «تاسې دغې غونډې [د دوحې درېیمې ناستې ته] نه شئ راتللای. راتلونکې ناسته هم ډېره ښه نه ښکاري. موږ پر مهمو مسلو خبرې کوو او د مېرمنو پر مسلو سره نه غږېږو.»

نور ولولئ:  راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نور ولولئ: ملګري ملتونه: د دوحې ۳مه ناسته به د افغان ښځو حقونه څرګند کړي

نور ولولئ: نصیر احمد فایق د دوحې ۳مه ناسته کې د افغان مېرمنو د ګډون غوښتنه وکړه

په پام کې ده، چې د دوحې درېیمه ناسته تر راتلونکو دوو ورځو د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې رزماری ډیکارلو په کوربه‌توب په دوحه کې پیل شي.

afghan (30)
شنبه‌های ارغواني غورځنګ

ملګرو ملتونو د دې لپاره چې طالبان دغې غونډې ته راوبولي، د افغان مېرمنو د استازو او د هغوی د بشري حقونو پر سر له خبرو اترو ډډه کړې او پر هغو یې سترګې پټې کړې دي.

ملګري ملتونه او د افغانستان مدني ټولنې

ملګرو ملتونو ویلي، چې د غونډې په دویمه ورځ به د افغانستان د مدني ټولنې او د مېرمنو له استازو سره هم وګوري.

د بشري حقونو فعالې زبیدې اکبر ویلي، چې د ملګرو ملتونو له‌خوا یې د دوحې په ناسته کې د ګډون لپاره بلنلیک تر لاسه کړی؛ خو هغه نه غواړي دغې ناستې ته ولاړه شي.

afghan (9)
افغان محصلانې چې طالبانو یې پوهنتون ته د ننوتو مخه نیولې ده.

مېرمن اکبر وویل، د ملګرو ملتونو هغې پرېکړې خواشینې کړې چې د خبرو اترو له اصلي بهیره یې مېرمنې اېستې دي.

هغې دا رنګه ویلي، چې د دوحې ناسته پرته له دې چې طالبانو ته امتیاز ورکړي بله پایله نه شي لرلای.

د یادونې وړ ده چې زبیده اکبر او نورو افغان مېرمنو او بنسټونو د دوحې په دریمه غونډه کې د نه ګډون پرېکړه کړې ده.

دوی پر ملګرو ملتونو نیوکه کوي چې د طالبانو رژیم ته چې په کور دننه او باندې مشروعیت نه لري، له نړۍ سره د تعامل زمینه برابروي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button