اقتصاد او سوداګري

هېواد ته د پانګوالو د جذب هڅې، طالبانو امتیازي طرزالعمل توشیح کړ

اړوند خبرونه:

څنګه له خوږو شیانو او سره کړو خوړو سره علاقه کمه کړو؟

په هېواد کې د غلو په حاصلاتو کې ډېر کموالي راغلي

کندهار کې د انځرو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي

د طالبانو د حکومت مشرتابه د بیرته راستنېدو پانګوالو، صنعتکارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او اسانتیاوو د تنظیم طرزالعمل توشیح کړ.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ویلي، دغه طرزالعمل په ۱ مقدمه، ۳ بابونو، ۴ فصلونو او ۲۰ مادو کې منظور شوی دی.

د دغه طرزالعمل موخه د راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د لازمو اسانتیاوو او امتیازونو برابرول او د افغانستان صنعتي کېدو په موخه له راستنېدونکو افغان صنعتکارانو، سوداګرو او پانګوالو سره همکاري ده.

مولوي هبة الله اخندزاده د بیرته راستنېدونکو پانګوالو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره دغه طرزالعمل وروسته له هغې توشیح کوي، چې تر دې وړاندې یې صنعتي پارکونو کې د صنعتکارانو لپاره ۱۶۰ زره ځمکه هم ځانګړې کړې ده او دا مهال یې د وېش چارې دوام لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button