هېواد کې د کبانو ۷۷۰۰ فارمونو د جوړېدو طرحه تصویب شوه
اړوند خبرونه:
د افغان-قزاق سوداګریز وصل کېدل او دویم لوی نندارتون
په ملي صنعت او نړیوال نندارتون کې ښځې سوداګرې
د طالبانو د حکومت ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د کبانو سکټور د اقتصادي کمېسیون تخنیکي کمېټې غونډې ته طرحه وړاندې کړې ده.
یاد معاونیت په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې په دې طرحه کې په ټول هېواد کې د ۷۷۰۰ فارمونو جوړېدو وړاندیز شوی دی.
دغه سکټور وايي، که دغه فارمونه جوړ شي تر ۹۰ سلنې به د کبانو د غوښې اړتیا پوره شي.
د طالبانو د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، چې د دې فارمونو په جوړېدو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
یاد معاونیت زیاتوي، له هر اړخیزه بحث وروسته دوی طرحه منلې او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولینو ته سپارښتنه وشوه، څو په دې پالیسۍ کې د اوبو او انرژۍ وزارت نظرونه ځای پرځای او نهايي بڼه یې د تخنیکي کمېټې راتلونکي مجلس ته وړاندې کړي.
د کبانو روزنه په دې وروستیو کې مخ پر ودې روانه ده ام سلګونه کسان په کې په کار بوخت دي.
د کبانو د روزنې فارم لرونکي وایي، د کبانو د روزنې فارمونو په زیاتېدو سره له بهره د صادرېدونکو کبانو مخه ونیول شي.
احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.



