Uncategorized

واشنګټن باید مرکزي اسیا د جیوپولټیکي ډګر په توګه تر څار لاندې ساتي

د هنډسن مرکز ویلي، د ډونالډ ټرمپ اداره باید مرکزي اسیا د جیوپولیټکي مرکز په توګه کلکه وڅاري

داسې مهال چې ډونالډ ټرمپ په جنوري کې سپینې ماڼۍ ته ننوځي، د هغه اداره د بهرني سیاست له ډیرو سترو ننګونو سره مخ ده. هنډسن مرکز په یوه تحلیل کې لیکي، چې د دې ننګونو په سر کې منځنۍ اسیا پام وړ اهمیت لري چې د یوریشیا په زړه کې پرته ده.

د هنډسن مرکز شنونکی وايي، د امریکا د بهرني سیاست جوړوونکي په پرله‌پسې ډول منځنۍ اسیا له پامه غورځوي.

دغه مرکز وايي، د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته، واشنګټن د افغانستان د پوځي عملیاتو لپاره د منځنۍ اسیا له ځینو هېوادونو سره اړیکې ښې کړې، خو د افغانستان د اهمیت له کمېدو سره دغه اړیکې هم سړې شوې. هیڅ یو امریکایي ولسمشر مرکزي اسیا ته سفر نه دی کړی او د لوړ پوړو چارواکو لیدنې هم نادرې پاتې شوې دي.

د ستراتيژیکو همکاریو زیانمنېدل

یاد مرکز وايي، د دې کمزورې ښکېلتیا له امله، د امریکا سیاست په سیمه کې غیرمتوازن ښکاري، چې ډېر ځله د بشري حقونو او ډیموکراتیکو ارزښتونو په تړاو زیات تمرکز کوي. سره له دې چې دا ارزښتونه مهم دي، خو د دې په اړه ډېر ټینګار ځینې وخت د مرکزي اسیا حکومتونه خوابدي کړي او ستراتیژیکې همکارۍ یې زیانمنې کړي دي.

دا هم ولولئ:  پی سي ایل کې لوبغاړي څومره پیسی اخلي

نور ولولئ: د فبرورۍ په ۲۹امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیکېږي

نور ولولئ: طالبان: د امریکا او طالبانو ترمنځ هېڅ ډول پټ اسناد نشته

هنډسن وايي، «د ټرمپ اداره به په داسې وخت کې د مرکزي اسیا په اړه خپله تګلاره له سره تعریفوي چې جیوپولیټیک چاپېریال د پام وړ بدلون موندلی. له افغانستان څخه د امریکا وتل، د روسیې له خوا پر اوکراین یرغل او د اروپا د انرژۍ نوې اړتیاوې هغه عوامل دي چې د مرکزي اسیا اهمیت یې زیات کړیخو لا تر اوسه اداره د دې سیمې لپاره یو روښانه دریځ نه لري».

هنډسن وايي، چې د ټرمپ د لومړۍ دورې په پرتله، داسې ښکاري چې اوسنی کابینه د مرکزي اسیا د چارو په اړه لږ تجربه لري.

تمه کېږي چې د امریکا نوې ستراتیژي د ۲۰۲۴ په اوږدو کې اعلان شي.

د دې ستراتیژۍ یوه مهمه برخه به د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د متوازنو اړیکو جوړول وي، داسې چې دا هېوادونه د روسیې او چین له اغېزه ځان خلاص وساتي.

د نوي ستراتیژۍ محوري برخه

د هنډسن د شنونکي په باور، انرژي او سوداګرۍ ته پاملرنه به هم د نوې ستراتیژۍ یوه محوري برخه وي. «د ترکمنستان د ګازو پراخو زېرمو په شمول سیمه کولی شي د اروپا لپاره د انرژۍ بدیلې لارې برابرې کړي. د ټرانس-کاسپین ګاز پایپ لاین ملاتړ چې د مرکزي اسیا سرچینې د اروپا له بازارونو سره نښلوي، باید د امریکا د سیاست یوه مهمه موخه وي».

هنډسن مرکز وايي، چې امنیتي همکاري هم باید لومړیتوب پاتې شي. «د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه، چې د امریکا او مرکزي اسیا د همکارۍ بنسټ و، اوس هم یوه مهمه مساله ده. له افغانستان څخه د امریکا په وتلو سره، سیمه‌ییزې امنیتي اندېښنې زیاتې شوې دي».

دا هم ولولئ:  ملګري ملتونه: مرستندویه فعالتونو ته طالبان خنډ دي

یاد مرکز په خپل تحلیل کې وايي، په جیوپولیټیک چاپېریال کې له لویدیزو متحدینو سره همکاري به یو اړین اقدام وي. د ترک هېوادونو سازمان، چې څلور مرکزي اسیا هېوادونه پکې غړیتوب لري، د دې لپاره یو مهم فورم دی.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button