نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

واشنګټن قرنطین شو

 د امریکا د متحده ایلاتو پلازمینه واشنګټن قرنطین شو د دغه ایالات  ښاروال ښار له دوو ګاونډیو ایالتونو-مریلنډ او ویرجینیا- له چارواکو سره په ګډه خلکو ته ویلي چې  له کورونو نه بهر دې نه راوزي.  

دا فرمان له قانوني او تاریخي پلوه په کور کې د پنا اخیستلو لپاره داسې فرمان دی چې د جګړې یا د وېروسی ناروغۍ سره د مقابلې لپاره د کرنتین په وخت پلی کېږي او د واشنګټن ډي سي له استوګنو غواړي چې د خوړو یا طبي خدمتونو له ترلاسولو پرته له کور ونه وځي. د دې قانون له مخې سرغړوونکي ممکن له نغدي جرمانې او ان زندان سره مخ شي.

د دوشنبې په ورځ( د مارچ ۳۰) د مریلنډ والي لري هوګان یوه فرمان کې له خلکو وغوښتل چې د اپرېل تر ۳۰ کورونو کې پاتې شي. کور کې پاتېدل اوس نور وړاندیز او سپارښت نه دی، بلکی امر دی”.:

د ویرجینیا والي رالف نورتم هم د دې ایالت له وګړو وغوښتل چې د جون تر لسمې له کورونو ونه وځي. د ویرجینیا فرمان کې را غلي چې ټول پوهنتونونه او شپه غالي(لیلیې)، سمندرغاړې او نااړین کار کسب باید وځنډول شي.

په دې ډول اوس د واشنګټن په ګډون په دې دوو ایالتونو کې له ۲۲۵ میلیون امریکایانو غوښتل شوي چې کور کې پاتې شي او د جنګي شرایطو په څېر ” ځای کې پنا” فرمان ومني.

له بلې خوا د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان وايي، د کورونا وېروس له امله د دغه هېواد لومړنی سرتېری مړ شو.

د پنټګان بیان کې را غلي چې د ملي ګارډ دا غړی نیو جرسي ایالت کې د مارچ له ۲۱ بستر و.

امریکا کې تر اوسه له یو لک ۶۰ زرو ډېر کسان په کورونا اخته شوي او نږدې درې زره امریکایان له دې وېروس مړه شوي دي.

یوازې نیویارک ښار کې اته سوه کسان له دې ناروغۍ مړه شوي چې امریکا کې د کورونا مرکز بلل کېږي او ډېر زیانمن شوی دی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button