والدینو ته د ماشومانو د روزلو او باور ورکولو په اړه غوره لارښوونې
میندې او پلرونه باید د خپلو ماشومانو د غوره روزنې لپاره ځینې لارې چارې په پام کې ونیسي
روانپوه کارل پیچارډ وايي، که کوم ماشومان پر ځان لږ باور لري، نو داسې نوي لارې شته چې والدین یې په کارولو سره د خپلو ماشومانو پر نفس باور پیدا کولو لپاره کارولی شي.
پر نفس باور یوه غټه تحفه بلل کېږي چې والدین یې خپلو ماشومانو ته ورکوي.
روانپوه کارل پیچارډ او د روان پوهنې په اړه ۱۵ نور کتابونه وايي، هغه ماشومان چې پر نفس لږ باور لري، له نویو او ننګونکو لارو چارو باید ورسره کار واخیستل شي، تر څو دوی پر خپل ځان باور پیدا کړي.
د ماشومانو ستایل
که چېرته ماشومان بایلونکي یا ګټونکي وي، د والدینو له لوري دې وستایل شي. مثلا: که ستاسو اولادونه د فوټبال لوبه کوي، په دې لوبه کې ماته وخوري، یا یې پښه درد پیدا کړي، نو د رټلو پر ځای په حوصلې سره د هغه لوبه وستایی او مثبت فکټورونه ورته په ګوته کړئ. تاسو د هغه پر ماتې او ژوبلېدو بحث مه کوئ.
نور ولولئ: هغه خواړه چې د مور شیدي ډېروي
نور ولولئ: ۲۰۲۳ کې څنګه ټیک ټاک د بازارموندنې لپاره وکاروو؟
د اولادونو هڅول
خپل اولادونو مو د ننګونکو کارونو ترسره کولو ته وهڅوئ. تاسو دا جراات ورکړئ چې تاسو ګټونکي یاست او دغه کار چې ستاسو له وړتیا پورته دی، حتما یې کولی شی.
پر خپلو ماشومانو باید ننګونکي کارونه بې له کوم فشار راوړو پرته ترسره کړئ.
تاسو کولی شی چې په دې برخه کې په پرله پسې توګه تمرین ورکړئ او اجازه ورنه کړئ چې دوی ستړیا احساس کړي او یا (نشم کولی) فکر ورسره پیدا شي.
ستونزو ته د حل لاره پیدا کول
اولادونو ته اجازه ورکړئ چې ستونزو ته په خپله حللاره ومومي او تاسو په دې برخه کې ورسره مرسته مه کوئ. که چېرته تاسې د خپلو اولادونو لپاره سخت کارونه په خپله وکړئ، نو دوی به هېڅکله پر نفس باور ونه مومي او نه به یې فکري بلوغ وده وکړي.
نو دوی پرېږدی چې خپل کار په خپله وکړي او ستونزو ته په خپله حل لاره ومومي.
اجازه ورکړئ چې اولادونه مې له خپل عمر سره سم عمل وکړي
دوی ته مه وایاست چې د پلاني په څېر اوسه. د پلاني په څېر نه یې. داسې کار کوه لکه یو ځوان. دوی پرېږدئ چې د خپل عمر سره سم عمل او کار وکړي. ددوی په کړنو کې مداخله مه کوئ.