ژوند

ورزش د ماشومانو د ذهني وړتیاوو لوړولو لپاره اړین وي

د جینوا پوهنتون ساینسپوهانو په دې وروستیو کې یوه څیړنه ترسره کړې، چې په هغې کې موندل شوي، ورزش د ماشومانو دماغي فعالیت ښه کوي او ذهني وړتیاوې یې لوړوي.

کارپوهان وايي، ورزش دماغ پیاوړی کوي، حافظه ښه کوي او د استدلال ځواک هم زیاتوي، چې له ماشومانو سره د ریاضي، بېلابېلو ژبو او نورو علومو په زده کولو او لوستلو کې مرسته کوي.

د دې څیړنې لپاره ترسره شوې سروې موندلې چې ورزش او فزیکي تمرین د ماشوم ذهني وړتیا لوړوي او همدارنګه په تعلیمي فعالیتونو کې بریاليتوب ور کوي.

نور یی ولوله | د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د پنځه میلیارده ډالرو کمک غوښتنه کړې

له دې څېړنې څرګنده شوې ده چې فزیکي تمرین، یعنی ورزش د ماشومانو د ذهني کارونو د ښه والي لامل ګرځي او د هغوی د ذهني وړتیاوو د لوړیدو سبب کېږي.

له همدې امله کارپوهان وايي، چې د زده کړو په برخه کې د ماشومانو د برياليتوب لپاره اړينه ده، چې دوی ته په ورځني ډول منظم فزيکي تمرين او ورزش ورکړل شي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button