ورکه هیله | حسينه عمري

ملالۍ ګامونه ګړندي کړل. د بازار ستړیا یې له وچو شونډو او سپېرو پښو ښکارېده. د تل په څیر، عینومینې ته نژدې، ګڼه ګوڼه ډېره وه.
ملالۍ د موټرونو هارنونه، د خرڅوونکو چغې، او د لارويو خبرې اورېدې، خو فکر یې بل ځای و. د پوهنتون د دروازې په لیدو سره، یې ساه بنده شوه. مور یې ورغږ کړ:
وه لورې، لږ کرار! زه تېزه نهشم تللی، ستړې شوم.
ملالۍ ځای پر ځای ودرېده. د مور ستومانه څېرې ته یې وکتل؛ سترګې یې لوېدلې وې، په تندي یې نرۍ خوله راغلې وه، او پر بڼو یې ګرد ښکارېده. دې یې لاس ونیو، په وچو شونډو یې موسکا خوره شوه، او ورته ویې ویل:
دلته کښېنو؟ لږ ارام کوې، مورې؟
مور یې یو لاس په تندي را کش کړ او د دیوال سیوري ته کښېناسته.
ـ هو لورې، زه به لږ دمه وکړم. دا د پوهنتون ودانۍ نه ده؟ څومره بیروبار دی.
ملالۍ غلې وه. د پوهنتون دروازې ته یې تورې، اوبلنې سترګې نيولې وې. بلې خواته یې نه کتل، لکه څوک چې خپل یو اشنا له مودو وروسته وویني. محصلینو دننه او بهر تګ راتګ کاوه، خو یوازې هلکانو.
دې له ځمکې خزان شوې پاڼه راپورته کړه. په نريو ګوتو کې یې وڅرخوله. د تېر وخت انځورونه یې یو پر بل پسې سترګو ته ودریدل: د کانکور پایله، د مور خوشحالي، او د پلار د باور خبرې.
ملالۍ د پوهنتون باغچې ته سترګې واړولې. ډېره غلې ښکارېده. هلته یې د کتاب په لوستلو ساعتونه تېر کړي وو. د ملګرو خنداګانې یې په غوږونو کې انګازې کولې. هره شېبه یې سترګو ته په بیا بیا انځورېدله: هغه تلوسه چې دلته د راتلو لپاره یې لرله؛ هغه ورځ چې د ټولګي په استازیتوب یې د هیپوکرات قسم تمثل کړ؛ او هغه احساس چې په لومړي ځل یې د سپینې چپنې په اغوستلو سره کړی و.
دیوالونو ته یې وکتل. نن دې دیوالونو د پوهنتون او بیرون ترمنځ نه، بلکې د خوبونو او حقیقت ترمنځ، یو مرز جوړاوه.
سر یې ښکته کړ. بې غږه اوښکه یې د لمر وړانګو ته وځلیده او ورکه شوه.
د ملالۍ په ذهن کې تېر یادونه تېرېدل. د خپل ژوند یوه سخته شپه ورياد شوه. هغه چې تر مرګه به یې له یاده ونه وځي.
په هغه شپه، د خپل کوچني مېز مخې ته ناسته وه. د کتاب پاڼې یې د ګوتو لاندې ورو ورو اړولې. د کوټې په یوه ګوټ کې یې د څراغ کمزورې رڼا خپره وه. داخلي جنګونو او تحولاتو یې په زړه کې نامعلومه ویره پیدا کړې وه. هغه ویره چې په زرګونو پوښتنې یې له ځان سره لرلې.
دې ته ښه په یاد وو چې بیا یې د پلار غږ د کوټې چوپتیا ماته کړې وه:
لورې، درس وایې؟
هو پلارجانه، د فزیولوژي امتحان لرم.
ډېره ښه! خو ډوډۍ ته رانغلې؟
ملالۍ ته ښه په یاد وو چې هغه شېبه یې خپل پلار ته سترګې وراړولې وې او پوښتلي یې وو:
پلار جانه، که پوهنتون بند شي، بیا به څه کېږي؟
پلار یې اسویلی کړی و او هڅه یې کړې وه چې مسکا وکړي:
ـ نه بندېږي، زوی ته دې درس وایه.
ملالۍ پوهېده چې د پلار سترګو کې یې ویره پټه وه. خو هغه هیله چې د مور او پلار په سترګو کې یې لیدله، هغې ته یې د تسلیمېدو اجازه نه ورکوله. ځکه چې ملالۍ د خپلې کورنۍ د هیلو یوازینۍ تمه وه.
دا د دې په ژوند کې سخته شپه وه. د پلار له وتلو وروسته، چرتي ناسته وه، چې د تلیفون لړزې د هغې پام ورواړاوه. له کتابه یې سترګې واړولې او تلیفون یې راپورته کړ.
په سکرین یې یوه اطلاعیه ولیده، چې ټولې هیلې یې پکې ورکې شوې. پوهنتون تړل شوی و. ګوتې یې وریږدیدې. تلیفون یې له لاسه ولوید، او خپلو ماتو هیلو ته یې اوښکې تویولې.
نن، یو ځل بیا، له ډېره وخته وروسته، د پوهنتون په لیدو، د هغې لپاره هغه شپه ژوندۍ شوې وه. په ماتو قدمونو د پوهنتون خواته نژدې شوه. د دیوالونو له پنجرو یې حویلي ته په ځیر وکتل، غلي یې وویل:
چې زموږ ټولګۍ به کوم یو وي؟
زما څوکۍ به خالي وي؟
د ازموینې پایلې به همدومره تلوسه لري؟
د کانتین سره به همدومره شور وي؟
د مور غږ یې هغه له خپلې نړۍ را بهر کړه.
– ملالۍ، دا کتابونه دې څه ته اخیستي؟
ملالۍ مور ته وکتل:
– څنګه؟ څه دې وویل، مورې؟ کتابونه مې؟
– هو
ملالۍ د نویو کتابونو درنه کڅوړه راپورته کړه او زړه ته یې نژدې کړه. او سترګې یې پټې کړې. داسې یې احساسوله، لکه دا کتابونه چې د هغې د هیلو وروستۍ نښې وي.
هوا درنه غوندې وه، لکه اسمان چې هم پریشانه وي. د ښار په سړکونو کې شور ډېر وو. رنګه څراغونه ښه ښکارېدل، خو لاره یې نه وه رڼه کړې. هر څوک په خپلو موخو پسې روان وو؛ خو د ملالۍ هیله ترې ورکه وه.
پای