هنر او ادب

پاکستانۍ موډله خدیجه شاه زندان ته واچول شوه

موډله خدیجه شاه هم د عمران خان او تحریک انصاف ګوند په ملاتړ زنداني شوه

خدیجه په داسې حال کې زندان ته اچول کېږي چې په وروستیو کې په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د عمران خان د نیولو په اعتراض سخت او ورانوونکي لاریونونه وکړل. پلویانو یې له غوصې پر ډکو حرکتونو سره ودانیو، موټرو او نظامي ځایونو ته زیان ورساوه چې د دوی په دې عمل سره د پاکستان حکومت غوصه شو او د تحریک انصاف ګوند ګڼ مشران یې ونیول او د زندان تورو تمبو شا ته یې واچول.

د خدیجه شاه په ګډون نورې مېرمنې هم نیول شوي دي

د مشهورې فیشن ډیزاینرې خدیجه شاه په ګډون د پاکستان تحریک انصاف سره تړلې اووه نورې ښځې د جمعې په ورځ د ترهګرۍ ضد محکمې ته وړاندې شوې. په پاکستان کې د تاوتریخجنو لاریونونو په تور د تحریک انصاف ګوند نورې مېرمنې هم نیول شوي او دغه مېرمنې په دې تورنې دي چې تاسې په دې تاوتریخجن حالت کې له پخواني لومړي وزیر او د یاد ګوند مشر عمران خان څخه بیا هم ملاتړ کوی او د پاکستان د دولت یا ادارې پرضد د اعتراض غږ اوچتوی.

د نیول شوو مېرمنو غبرګون

د تحريک انصاف ګوند اړوندې بندي شوې مېرمنې محکمې ته د دوی پر ور وړلو خواشیني ښودلې ده. دوی وایې، د یوه سیاسي بندي په توګه او بیا له مېرمنو سره د ادارې چلند بې انصافه وو او په کار نه وه چې په دې شکل نیول شوي او بیا محکمې ته د تورنو په نوم وړاندې شوي وای.

نور ولولئ: ښکلي هنرونه او په افغانستان کې یې اوسنی حالت

له دوی څخه د لاهور محکمې ته د مالیې د پخواني وزير سلمان شاه لور خديجه شاه معرفي شوې ده.

پولیسو هغه د  قضیې د نورو پروسیجرونو  د مخکې وړلو لپاره یې محکمې ته وسپارله.

خدیجه شاه د مۍ په ۲۳ مه د لاهور په اقبال شهر پولیس سټیشن کې په خپله خوښه ځان تسلیم کړ.

له تسلیمېدو وروسته د ترهګرۍ ضد محکمې هغه د اوو ورځو لپاره په قضايي توقیف کې واچوله.

د عمران خان له وروستیو متشددو لاریونو سره، د پاکستان حکومت د هغه زرګونه پلویان، چې یو شمېر مشهورې ښځې هم پکې شاملې دي، بندیانې کړي دي.

عمران خان په زندانونو کې له نیول شویو پلویانو سره یې د جنسي زور زیاتي ادعاوې کړي، خو د پاکستان حکومت دغه ادعاوې رد کړي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button