لوبې خبرونه

وسیم اکرم خپل ټيم کې د څیشي کمي احساسوي؟

وسیم اکرم د هند د لوبډلې د لوبې تحلیل

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر وسیم اکرم له اسیا جام شل اوریزه سیالیو څخه وړاندې د هند لوبډلې سیالۍ تحلیل کړی دی او دا لوبډله یې له خپلې لوبډلې پیاوړې یاده کړې ده

پاکستان باوري دی چې هر وخت هند ته ماتې ورکولی شي

وسیم اکرم وايي، د تېر کال له بریا وروسته د هند پر وړاندې د پاکستان مورال زیات شوی، پاکستان ډاډه دی چې هند ته هر وخت ماتې ورکولی شي، د نړیوال جام له بریا وروسته د هند او پاکستان سیالیو سړه جذبه بیا تازه شوې ده. دغه پخواني لوبډلمشر زیاته کړې چې د پاکستان کرکټ لوبډله په تیرو دوو کلونو کې ډېره ښه شوې ده، خو د پاکستانۍ لوبډلې یواځینۍ ستونزه د میډل آرډر دی، له افتخار احمد پرته په میډل آرډر کې هیڅ تجربه لرونکی لوبغاړی نشته

نور یی ولوله | شاهد افریدی د خپل زوم شاهین په اړه: ما ورته ویلي ول چې توپ پسې ځان مه غورځوه

نور یی ولوله | ګوتم ګمبیر یو ځل بیا کرکټ ته مخه کړه

وسیم اکرم ویلي چې بابر او رضوان به په شل اوریزه کرکټ کې ډېر مهم رول ولوبوي، د هند او پاکستان لوبه به د دواړو لوبډلو لپاره ډېره مهمه وي، د ویرات او بابر اعظم پرتله کول طبیعي خبره ده، په تېر کې هم داسې شوي دي

وسیم اکرم وايي زموږ په وخت کې به خلکو د سچن او انضمام په اړه خبرې کولې او پخوا به د ګواسکر او میانداد بحثونه و. د یادونې وړ ده چې هند او پاکستان راتلونکې یکشنبه سره مخامخ کېږي.باید دا هم هېره نه کړو چې کله هم د هند او پاکستان لوبه تر سره کیږي نو اکثریت خلک ېې ډېر لېواله وي او ننداره ېې کوي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button