نړیوال خبرونه

ولسمشر د امریکا د لوړې مراسم نه نیولو غوښتنه رد کړه

رویټرز خبري آژانس د امریکايي سرچینو له قوله لیکلي، واشنګټن له ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي، چې خپل د لوړې مراسم وځنډوي؛ خو باوري سرچینو وویل چې غني د امریکا غوښتنه رد او ټینګار يې کړی چې مراسم به پر خپل ټاکلي وخت چې د ۵ شنبې ورځ ده، ترسره کوي او هغه ټول خلک به پکې ګډون وکړي چې دغه مراسمو ته غوښتل شوې دي د یادونې وړ ده چې یادې غونډې ته د پختون ژغورنې غورځنک يو غړئ محسن داوړ هم غوښتئ.

د سرچینې په وینا، ولسمشر غني په تونده امریکا ته ویلي، له طالبانو سره د مذاکراتو د پرمخ وړو لپاره یو واحد جهت او قوي حکومت ته اړتیا ده او امریکا دې دې معقولیت ته غاړه کېږدي چې د خلکو په رایو رامنځته شوی حکومت په تدبیر او واحد دریځ د سولې مذاکرات پرمخ وړلی شي.

سرچینه زیاتوي، له لومړي سره د امریکا فشار د همدې لپاره و چې یو مصلحتي حکومت رامنځته شي، خو د ولسمشر غني ټینګار پر ټاکنو ځکه و، چې د سولې د مذاکراتو د بریالي کولو او په نظام کې د طالبانو د راګډولو لپاره یو واحد او غښتلي حکومت ته اړتیا ده او د پخوانیو تجربو پر اساس څو جهتي حکومت حد اقل یو واحد مذاکراتي پلاوی هم نشي رامنځته کولی.

یوې بلې سرچینې رسنیو ته څرګنده کړه، چې امریکا د ټاکنو لانجو برخه کې د اشرف غني د مخالفو سیاسي جهتونو غوښتنو ته غاړه ایښې ده، ځکه خو د لوړې مراسمو ځنډولو خبره کوي.

پر دې سربېره، کرزي او یو شمېر نورو سیاسي جهتونه چې ښاغلي غني سره وران دي او ټاکنو کې د هغه ناکامي غواړي، له امریکا يې غوښتي وو، چې د ټاکنو پایلې باطلې اعلان کړي.

د ولسمشر غني د لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او ګڼ شمېر خلکو ته بلنه هم ورکړل شوې.

بلخواد عبدالله عبدالله لخوا هم لوړې مراسمو لپاره ټول ترتیبات نیول شوي دي او ګڼ شمېر خلکو ته بلنه هم ورکړل شوې. او کمېسون ورته خم تشکيل شوئ.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button