نړیوال خبرونه

ولسمشر غني:حکومت ژمن دی چې روان ناورین په اساسي توګه پای ته ورسوي

جمهوررئیس: افغان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسويد افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون سهار د امن او ثبات سیمه ییز کنفرانس په اختتامیه مراسمو کې ګډون او خبرې وکړې

د امن کنفرانس مراسم کې چې په ارګ کې جوړ شوي وو او له خېبرپښتونخوا او سویلي پښتونخوا څخه د عوامي ملي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر مشرانو او مېرمنو پکې ګډون کړی وو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل، په کنفرانس کې پر دې بحث وشو چې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړه څه ډول پایته ورسېږي او ولسونه په سوله او ثبات کې ارامه ژوند ولري.

د هغه نه وروسته د عوامي ملي ګوند غړي غلام احمد بلور د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته جګړې ته په اشارې وویل، دغه جګړه اسلامي او مذهبي اساس نه لري او یوازې د افغانانو د پرمختګ، ارام ژوند او سوکالۍ پر ضد روانه ده.ښاعلی غلام احمد بلور وویل، د افغانستان د اوسنۍ ستونزې د حل لپاره دې د حکومت په کچه له ګاونډیو او د سیمې هیوادونو سره دوامداره خبرې وشي او ټینګار یې وکړ،

دا راز هغه وویل تر هغو چې په اساسي ډول د وسله والو د تجهیز او تمویل مخه ونه نیول شي، جګړه پایته نشي رسېدای.د سویلي پښتونخوا متنفذ عبدالمجید ملک پخپلو خبرو کې د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د سوداګرۍ پر زیاتوالي، د امن او ثبات لپاره د اغېزناکو هڅو پر دوام او د ټوپک پر ځای زده کړو ته د زمینې پر برابرولو ټینګار وکړ.

20210309 062950
امن کانفرانس

ولسمشرغني د هغوی د خبرو تر اورېدو وروسته د امن او ثبات لپاره د پښتونخوا مشرانو او پښتون ژغورنې غورځنګ هڅې او قربانۍ وستایلې وې ویل، د افغانستان حکومت ژمن دی روان ناورین په اساسي ډول پایته ورسوي.د هیواد جمهوررئیس د سولې پروسې ته په اشارې وویل، پاکستان باید دغه نااعلان شوې جګړه پایته ورسوي او ازاد، مستقل او ډیموکراتیک افغانستان ومني.

جمهوررئیس د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د مېشتو ولسونو په ژوند کې د اساسي تغییراتو لپاره د سوداګرۍ پر زیاتوالي ټینګار وکړ وې ویل، د دواړو غاړو سوداګر دې ګډه ترانسپورټي کمپنۍ جوړه کړي او موږ ورسره بشپړه همکاري کوو.ښاغلي ولسمشر د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د مشهور پښتون فلسفي شاعر غني خان د مقبرې د اساسي بیارغاونې لپاره هڅې پیل کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button