نړیوال خبرونه

ولسمشر غني د اندونیزیا د محمدیه علماو سازمان مشر او مل پلاوي سره وکتل

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني بېګا ماښام د اندونیزیا د محمدیه علماو سازمان رئیس او د یاد هیواد د جمهورئیس پخواني مرستیال ډاکټر یوسف کلا او مل پلاوي، سره لیدل کتل وشو په دغه لیدنې کې د کابینې او د حکومت مزاکراتي ټیم غړي هم موجود وو.

دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه ډاکټر یوسف کلا د اندونیزیا د جمهوررئیس سلامونه او نېکې هیلې جمهوررئیس غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې وې ویل، موږ په تېرو دوه ورځو کې د ارشاد، حج او اوقافو او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو رهبري پلاوي، د ملي امنیت سلاکار، د سولې مذاکره کوونکي پلاوي او د افغانستان علماو شورا یو شمېر غړو سره وکتل.هغه زیاته کړه، زموږ د سفر موخه داده چې اندونیزیا د ستر اسلامي هیواد په توګه د افغانستان په سولې پروسه کې څنکه مرسته او همکاري کولای شي.

ډښاغلي یوسف کلا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي د انديښنې څرګندولو پر مهال له طالبانو وغوښتل چې تاوتریخوالي پایته ورسوي.یاد پلاوي څرګنده کړه، اندونیزیا د معتدل اسلامي هیواد په توګه د سولې په برخه کې ښې تجربې لري او چمتو ده چې یادې تجربې د افغانستان دولت سره شریکې کړي.

دويي په اندونیزیا کې د اسلامي نړۍ علماو په ګډون د یوه کنفرانس جوړېدو په خاطر چې د افغانستان د سولې په اړه بحث او خبرې وکړي،دويي چمتووالی هم وښوده ښاغلي یوسف وویل اندونیزیا د سولې مذاکراتو د یو پړاو کوربه توب ته تیار دي.بلخوا بیا ولسمشر غني ډاکټر یوسف کلا او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، د ده سلامونه او نېکې هیلې هم د اندونیزیا جمهوررئیس او خلکو ته ورسوئ

ولسمشر زیاته کړه، اندونیزیا له یوې خوا په نړۍ کې پرنفوسه اسلامي هیواد دی او له بلې خوا د سولې په برخه کې ښې تجربې لري چې کولای شي د افغانستان د سولې په پروسه کې اغېزناکه همکاري وکړي.د هیواد جمهوررئیس وویل، ستاسې تجربې نه یواځې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته ممدې واقع کېږي، بلکې د طالبانو ډلې ته هم موثرې دي، ترڅو د اعتدال لار غوره او له تاوتریخوالي لاس واخلي.اوسوله وکړي.

ښاغلي غني د خپلو خبرو اخیر کې د علماو کنفرانس د کوربه توب د چمتووالي مننه وکړه وې ویل، د اسلامي نړۍ ټول علما په افغانستان کې د روانې جګړې پر نامشروع بللو اجماع لري او دغه تاوتریخوالی چې له امله یې بې ګناه افغانانو ته زیان رسېږي، نور موږ ته د زغملو وړ نه دی ښاغلي غني ویل ټول اسلامي هېوادونهباید د افغان سولې ملاتړ وکړي.تر څو سولې لپاره منتقوي اجماع هم جوړه شي او دسولې خبرې کامیابه شي .

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button