ولسمشر غني طالبانو ته څه وړاندیز کړی؟
ولسمشر غني طالبانو ته څه وړاندیز کړی؟ولسمشر غني چې نن يې د هیواد د امنیتي سکتور د مشرانو د معرفي کولو په غونډه کې خبرې کولې په طا لبانو يي توندې نيوکې وکړې.
جمهور ریس وويل چې طا لبان اوس فرصت په لاس کې لري چې یوه لار وټاکي، اوس په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د شتون بهانه هم نشته ځکه هغوی د هېواد څخه په وتلو دی اوس دوی دوه لارې لري د سولې لاره چې ټول افغانان او نړۍ یې غواړي.او دا لار باید ټولې خواوې غوره کړي.
او بله لاره هم هغه لاره ده چې افغانان او ټوله دنيا یې مخالفت کوي، په دې لاره کې طا لبان یوازې دي، ټول ملت او نړی به دوی ملامت کړي او د يوه مجموعي مخالفت سره به مخ شي.چېدا لاره هیڅ چا ته دمنلو وړ نده باید پر دې لارې بیا له له سره غور وکړي.
ولسمشر د طا لبانو زخمي ګوتې ته هم لاس وروړ، ده وويل چې ما پخپله يوه طرحه جوړه کړه طا لبانو ته مې واستوله، امریکا هم خپله طرحه جوړه کړه، طا لبانو ټولې طرحې رد کړې، اوس خو دې خپله طرحه وړاندې کړي.
د سياسي چارو کارپوهان وايي چې طا لبان هم بايد د افغانستان د مسلې لپاره يوه ځانګړې طرحه او تګلاره وړاندې کړي، د پوهانو په خبره د طا لبانو له لوري د اسلامي حکومت په نامه مجموعي خبرې چې تشریحات او جزیات يې نشته يو مبهم دریځ دی چې بايد سپيناوی یې وشي.