نړیوال خبرونه

ولسمشر غني: مینه پال په وطن مین شخصیت وو

ولسمشر غني: مینه پال په وطن مین شخصیت وو. د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ارګ د رسنیو د مرکز د رئیس دوا خان مینه پال په وژل کېدو خواشیني  ښودلې او د نوموړي وژونکو ته یې د سزا ورکولو هوډ څرګند کړی.

ښاغلي دوا خان مینه پال چې د اشرف غني مرستیال ویاند پاتې شوی او اوس یې د حکومت د رسنیو د مرکز مشري کوله؛ پرون غرمه مهال د کابل ښار په دارلمان سیمه کې د طالب بریدګرو له لوري ووژل شو.اشرف غني د نوموړي د جنازې په مراسمو کې ویلي، چې مینه پال دده په څېر له ولس  سره لیونۍ مینه درلوده او مور یې هم ده ته یو چادر هم ورکړی، چې دی یې په اوږو ګرځوي.

fb img 1628313190018

ده وړاندې زیاته کړې، چې پر مینه پال برید پر «اهل قلم» برید دی او د نوموړي د وینې له هر څاڅکي به زر نور مینه پال جوړ شي.غني ګواښ کړی، چې د نوموړي قاتلین به نیسي او درنه سزا به ورکوي.

مینه پال د خپلې رسمي دندې تر څنګ د طالبانو خلاف په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر فعال و او زیاتره وخت یې په مسایلو توند غبرګون ښود.نوموړیبه هر وخت د افغان فوځ پر ملاتړ پوسټونه کول اوپر همدې ېې په عامو خلکو کې اثر رسوخ هم پیدا کړی وو.

څه موده وړاندې د نوموړي د کورنۍ یو بل غړی چې د مالیې وزارت د مطبوعاتو د آمر په حیث یې دنده سرته رسوله، په کندهار ښار کې نا څرګندو وسله والو وواژه.او نوموړی خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button