وټساپ خپلو کاروونکو ته د پیغامونو د اېډیټ (سمونې) اجازه ورکوي
وټساپ کمپنۍ وايي چې کاروونکو ته به د دې اجازه ورکړي چې خپل پیغام له استولو وروسته اېډیټ یا سم کړي
نوموړی شرکت وايي چې کاروونکي يې کولی شي د پیغام له استولو وروسته یوازې تر ۱۵ دقیقو پورې خپل پیغام کې بدلون راولي او اېډيټ یې کړي.
نور ولولئ: آيا خبر يئ چې وټس اپ نوې آسانتياوې رامنځته کړې دي؟
وټساپ د مېتا امریکايي شرکت یوه برخه ده چې د فيسبوک او انسټګرام مالکیت هم لري.
وټساپ به دا ځانګړنه راتلونکو اوونیو کې خپلو ۲ میلیارده کاروونکو ته وړاندې کړي
هند د ۴۸۷ میلیونه کاروونکو سره د وټساپ د لوی بازار په توګه شمېرل کېږي.
د پیغام رسولو خدمت د شنبې پر ورځ ویلي: “خوښ یو چې د یوې لويې تېروتنې له سمولو نیولې ان د ځینو ټکو تر اضافه کولو پورې مونږ تاسو ته پر خپل وټس اپ د لا نور کنټرول اجازه درکوو.”
نور ولولئ: وټساپ په ورځني ډول څومره مسېجونه لېږي؟
دا زیاتوي: “تاسې کولی شئ پر استول شوي پیغام ګوته ټینګه کړئ چې تاسې ته د اپشنونو مینیو پرانیزي، او په هغې کې د ایډیټ یا سمونې اپشن غوره کړئ. په دې کار سره تاسې کولی شئ چې خپل استول شوی متن سم کړئ او بدلون پکې راولئ، پیغام سره مو لیکل کېږي چې سمونې پکې شوي او لوستونکی پوهېږي چې پیغام کې بدلون راغلی او اېډيټ شوی دی.
خو لوستونکی په دې نه پوهېږي چې له دې وړاندې پیغام په کومه بڼه لیکل شوی و او محتوا یې څه وه.”
له وټس اپ وړاندې ټیلیګرام او سیګنل هم ورته ځانګړنی لرلې او کاروونکو يې کولی شي د خپل پیغام محتوا کې بدلون راولي.
د سمونې یا اېډيټ چاره یوه لیسزه مخکې د فسبوک له خوا وړاندې شوه
هغه مهال فسبوک روښانه کړه چې له نیمايي زیات کاروونکي یې د تلیفون په مرسته سایټونو ته لاسرسی مومي چې ډېر کله ترې ټایپي تېروتنې کېږي.
نور ولولئ: وټساپ د خپلو کارکونکو لپاره کومې نوې ځانګړني وضع کړی دی
تېر کال د ایلون ماسک شرکت «ټوېټر» هم اعلان وکړ چې کاروونکو ته یې د ټوېټونو د اېډيټ شونتیا برابروي.
د ټوېټر دغه ځانګړتیا په مرسته کاروونکي کولی شي تر ۳۰ ثانیو خپله لیکنه اېډيټ کړي.
ټوېټر هغه مهال ویلي و: “د ټوېټ پر مهال به مو سترس کم وي او په راحتۍ به دا کار کوئ.”