ټکنالوجي

وټساپ د خپلو کارکونکو لپاره کومې نوې ځانګړني وضع کړی دی

د نړۍ تر ټولو لوي د پیغام رسونې مشهور اپلیکیشن وټساپ د خپلو هغه کاروونکو لپاره، چې له ګروپونو تنګ وي، د یوې ځانګړنې په رامنځته کولو کار پیل کړی دی.

وټساپ په ټوله نړۍ کې له دوه میلیاردو زیات کاروونکي لري او د دې لپاره چې د ټیکنالوژۍ په برخه مخکېوالی پیدا کړي، هره ورځ نوې ځانګړنې رامنځته کوي. د راپور له مخې، وټساپ د ټولو ګروپونو د یوځای کولو لپاره د (کمیونیټیز) په نوم ځانګړنه رامنځته کوي او په مرسته به یې لس ګروپونه یو فولډر ته راټول شي.

نور یی ولوله | امریکا کې د انسټاګرام په اړه څیړنه کېږي

دا ځانګړنه اوس وخت د آی او ایس سیستم لپاره د ازمایښت په حال کې ده او کاروونکي یې هم ډېره په زړه پورې ګڼلي. دا به په اصل کې یو فولډر وي چې جوړونکی به کاروونکی به یې خپله اډمین وي او د ګروپ اډمین په څېر به میسج ډیليټ کولی هم شي.

کله چې یو نوی غړی ګروپ پرېږدي نو د ګروپ لینک او شیر کېدونکو موادو ته به لاسرسی ونه لري. دا ځانګړنه به د اندراید کاروونکو لپاره ډېر ژر رامنځته شي. باید یاده کړو چې د دی نه وړاندی هم وټساپ نوي ځانګړني د کارکونکو لپاره وضع کړي وې او دوې ته هم ګټورې ثابت شوی وی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button