يورپين یونین او پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغان سولې ملاتړ وکړي

يورپي یونین او پاکستان: نړیواله ټولنه دې د افغان سولې ملاتړ وکړي دوحه کې د طالبانو او حکومت خپلمنځې مزاکرات روان دي. او هڅه کېږي د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي؛ترڅو نور افغان وژنه بنده شي.
يورپين یونین اروپايي اتحادیې او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې د سولې له روانې پروسې ملاتړ اعلان کړی او له نړیوالو یې هم د ورته ملاتړ هیله کړې.د اروپايي اتحادیې او پاکستان له لوري په همدې تړاو خپره شوې ګده اعلامیه کې راغلي، چې دوی د افغان سولې په برخه کې له تېرو دوو کلونو راپدېخوا ترسره شوې هڅې ستایي او له نړیوالو هم هیله لري او غوښتنه ترینه کوي
نور خبرونه: دکرونا ناروغی تازه حال
چې د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ وکړي، تر څو افغانستان له ثبات برخمن او د افغان مهاجرینو د بیرته راګرځېدلو زمینه برابره شي.اعلامیه کې وړاندې زیاته شوې، چې د سولې پروسه باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت مخ په وړاندې ولاړه شي او د ښځو د حقوقو په ګډون ټولې هغه «لاسته راوړنې» پکې خوندي کړل شي چې په تېرو نوولسو کلونو کې افغانانو خپلې کړې.
اروپايي اتحادیپاکستان او داسې مهال پر نړیوالو د سولې پروسې د ملاتړ غږ کوي، چې په دوحه کې له تېرو پنځوسو ورځو راپدېخوا د سولې خبرې روانې دي؛ مګر لا هم پکې پرمختګ نه دی راغلی.اولا هم دويي هيله لري چې ښايي په لنډ راتلونکې کې کېسره کیني تر څو په نورو جزیاتو خبرې وکړي بلخوا بیا ډېرۍ خلک غوښتنه کوي چې ژر تر ژره باید اوربند وشي تر څو افغان وژنه نور بنده شي.
ديادونې وړ ده چې د اتحادیه اروپا نه پرته بنګله دیش او داسلامي اتحاد ټولنې هم په افغانستان کې روانه جګړه ناروا بللې او ویلي دي چې باید ژر تر ژره د دواړو لوریو لخوا اوربند اعلان شي.ځکه افغانان نور د جنګ نه تنګ دي او غواړي چې افغان وژنه د سولې او خبرو له لاره بنده کړي که مونږ اوګورو د ډېر وخت راهیسې افغانستان کې جنګ خو غیر د بدبهتیو نه مو هيڅ ونه لیدل.
یوه تبصره