يوه خورا ستره آسماني ډبره د سپوږمۍ او ځمکې تر منځ تېرېږي
یوه دومره لویه اسماني ډبره چې کولای شي یو بشپړ ښار وران کړي، د روانې اوونۍ په پای کې د ځمکې او سپوږمۍ د مدارونو تر منځ تېږېږي، خو له نیکه مرغه دواړو ته زیان نه رسوي
دا ډبره چې د ۲۰۲۳ ډي زیډ ۲ نوم ورکړل شوی، تېره میاشت وپېژندل شوه چې د شنبې په ورځ به له سپوږمۍ ۵۱۵۰۰۰ کیلومتره لېرې تېره شي او څو ساعته وروسته به د ځمکې مدار ته نږدې الوت وکړي.
د ځمکې یا سپوږمۍ مدار ته نږدې د دومره لویې اسماني ډبرې تېرېدو پېښه چې ویل کېږي ۴۰متره سور او ۹۰ متره اوږدوالی لري، کمسارې بلل کېږي.
د امریکا فضايي څېړنو ادارې ناسا مسوولین وايي چې دا د ستور پېژندونکو لپاره یو ښه فرصت دی چې د اسماني ډبرو په برخه کې خپل مالومات زیات کړي.
د اروپا فضايي اژانس ستوریز دفاع څانګې مشر ریچارډ مویسل په دې هکله وايي: ”داسې کوم ګواښ نشته چې دا (ښاروژونکې) ډبره به له ځمکې سره ټکر شي، خو دومره نږدې راتګ یې د ليدلو لپاره غوره فرصت دی.”
له ځمکې هم دا ډبره د ټلسکوپ له لارې لیدل کېدای شي
دا چې ډبره یوازې ۶۸ زره کیلومتره لېرې تیرېږي، د دغه برخې کارپوهان وايي چې د کوچنیو ټلسکوپونو له لارې یې هم لیدل امکان لري.
د مجازي ټلسکوپ پروژې لخوا به پر وېبپاڼه د ځمکې مدار ته د دې ډبرې نږدې کېدو بهیر په ژوندۍ بڼه خپور شي.
داسې اټکل کېږي چې دا ډبره به په ۲۰۲۶ کال کې د ځمکې مدار پر لور ستنه شي خو کارپوهان وايي چې هغه وخت هم له ځمکې سره د دې د ټکر خطر نه شته.
وخت نا وخته د داسې ډبرو د راتلو خبرونه ورکول کيږي او کله نا کله يې له ځمکې سره د لګيدو د امکان يادونه هم کيږي خو له نیکه مرغه تر اوسه په نږدې موده کې له ځمکې سره کومه اسماني ډبره نه ده لګيدلې.
نور ولولئ: د اماراتو تاریخي فضايي ماموریت پیل شو
که هم د داسې ډبرو رالويدل د انسانانو او ټول بشريت لپاره ستر ګواښ بلل کيږي خو په ورته مهال د ستور پيژندونکو لپاره د څيړنو ښه موقع هم بلل کيږي چې دوی کولی شي په آسانۍ او وړو ټلسکوپونو د نوموړو ډبرو ننداره وکړي.
نور ولولئ: څلور ستور مزلي فضا کې د پنځو میاشتو تېرولو وروسته ځمکې ته راکوز شول
د سترو ډبرو د رالويدلو لاملونه تر اوسه نه دي په ډاګه شوي خو د امريکا د فضايي څيړنو مرکز يا ناسا وايي هڅه کوو د دغې ډبرې د رالويدلو لاملونه په ډاګه کړو.
د ډبرو را لويدل يو پيچلی فضايي بحث دی چې په ټولو خواوو پوهيدل يې ډېر وخت او غښتلو څيړنو ته اړتيا لري.