کورني خبرونه

ټام وېسټویلی طالبانو کانګرس ته خپل لیک کې حقایق ناسم انځور کړي

  افغانستان افغانستان

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ ویلي چی  طالبانو په هغه لیک کې چې د امریکا کانګرس ته یې لیږلی د افغانستان د اقتصادي او بشري کړکیچ په تړاو حقایق ناسم انځور کړي‌ . په هغه لیک کې چې څو ورځې مخکب  د طالبانو د خارجه وزیر امیر خان متقي له اړخ لیږل  شوی  د امریکا له کانګرس  څخه غوښتنه

 شوې  چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو په ازادولو کې دې مرسته وکړي. طالبانو په دې لیک کې ویلي که د امریکا حکومت د افغانستان شاوخوا لس میلیارده ډالرو شتمني کنګل وساتي افغانستان به له بشري او اقتصادي‌ کړکیچ سره مخامخ  شي. خو د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ د جمعې پر ورځ دې لیک ته په غبرګون کې پخپله ټوېټر پاڼه لیکلي چی  افغانستان د تېرې اګست میاشتې له پېښو وړاندې هم له سخت بشري کړکیچ سره مخ وو. نوموړي ویلي جګړې ، د څو کالو وچکالۍ او د کورونا ناروغی  کړکیچ

 افغانستان کې وضعیت لا پسې خراب کړی وو. ټام وېسټ ویلي  امریکا طالبانو ته واضح کړې وه چې که د سولی  پر ځای د جګړې له لوری واکمنی  ونیسي‌ نو افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې بشري مرستې وتړل  شي او همداسې وشو. نوموړي همدا رنګه  طالبانو ته خبرداری ورکړی چې امریکا به ورسره  څرګنده او  واضحه دیپلوماسي کاروي او که طالبان همکاری  غواړي نو د ترهګرو ضد دې چاری مخ ته ویسی ټولشموله حکومت دې جوړ کړي د لږکیو، ښځو او نجونو حقوق ته دې درناوی وکړي او دوی ته دې د زدکړو او کار اجازه  هم ورکړي

دا هم ولولئ | برتانیه پوځ تورن شوی افغان زندانیان وژلی

د طالبانو په لیک کې څه راغلي وو؟ د طالبانو په اوږده پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو ادارې هغه خبرداري یادونه هم شوې وه  چې د ژمي له راتلو  سره یې په افغانستان کې د بشري کړکیچ د خطر احتمال ښکاره کړی او د امریکا له حکومته څخه غوښتیچې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې پرانیزی  او د افغانستان له

 حسابونو بندیزونه لېرې کړای  شي. په دې لیک کې د دوحې هوکړې څخه  وروستی  وضعیت یادونه هم شوې  او پکې راغلي وو چې له هغه تړون رادیخوا  طالبانو پر امریکايي ځواکونه بریدونه ندی  کړي او اوس هم ورسره پوځي مخالفت نه لري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button