اقتصاد او سوداګري

ټولګټو چارو وزارت: تېره یوه میاشت کې د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ ټنه توکي لېږدول شوي

اړوند خبرونه: 

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

د سرپرست حکومت د ټولګټو وزارت اعلان کړی، چې د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې، د هېواد د ریل پټلۍ له لارې څه باندې ۳۵۸ ټنو توکي لیږدول شوي، چې په کې تېل، غیر تېلي توکي او نور سوداګریز توکي شامل دي.

د ټولګټو وزارت د راپور له مخې، د ۱۴۰۳ کال د کب په میاشت کې، په ټولیزه توګه ۳۵۸،۸۵۰ میټریک ټنه توکي د هیواد د ریل پټلۍ له لارې لیږدول شوي وو. له دې مقدار څخه، ۲۷۴،۸۵۲ ټنه د حیرتان بندر له لارې، ۱۴،۷۲۷ ټنه د اقینه بندر له لارې، ۵۲،۴۸۳ ټنه د تورغونډۍ بندر له لارې، او ۱۶،۰۲۳ ټنه د خواف-هرات د اورګاډي کرښې له لارې لېږدول شوي دي.

په دې لېږدونو کې د تېلو او غیر تېلو توکي شامل دي، او ځینې یې د سوداګریزو توکو د لیږد او صادراتو پورې اړه لري. په عین حال کې، ۱۸۸۰ ټنه سوداګریز توکي، چې پکې کینو، کچالو، وچې مېوې او د انارو جوس شامل دي، نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

په افغانستان کې د سوداګریزو ترانسپورت لپاره د اورګاډي پټلۍ کارول زیاتول د هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. د ټولګټو وزارت ټینګار کوي چې په دې توګه د صادراتو او وارداتو پراخول به د کار فرصتونو په رامینځته کولو، د ملي عوایدو په زیاتوالي او د اقتصادي ځان بسیاینې په لور حرکت کې مرسته وکړي. وزارت همدارنګه هڅه کوي چې د سوداګرو لپاره د لېږد پروسه د ډیرو اسانتیاوو په برابرولو سره اسانه کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button