ټوماس وېسټ: واشنګټن چمتو دی د افغانانو ترمنځ مزاکراتو ملاتړ وکړي
واشنګټن چمتو دی چې د افغانانو ترمنځ د خبرو ملاتړ وکړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ وايي واشنګټن چمتو دی چې د افغانانو ترمنځ له خبرو اترو ملاتړ وکړي. هغه همدارنګه په افغانستان کې د ملي سیاسي بهیر په رامنځته کېدو ټینګار وکړ او وايي چې هېڅ هېواد باید پر افغانانو رهبر او کوم بهیر تحمیل نه کړي
په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونه
ښاغلي وېسټ همدارنګه خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي، چې د تاشکند غونډې یو شمېر ګډونوالو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض په تېره بیا پر ښځو او خبریالانو د محدودیتونو پر لګول کېدو اندېښنه څرګنده کړې ده او په افغانستان کې یې د ملي سیاسي بهیر پر جوړېدو ټینګار کړی دی. دغه امریکایی چارواکی د ازبیکستان له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې په افغانستان کې د ټيکاو په رامنځته کېدو کې د ازبیکستان رول مهم بولي
نور یی ولوله | کابل ته د پاکستاني دیني عالمانو سفر
نور یی ولوله | امریکا: د افغانستان اقتصادي ثبات د ښځو حقونو او ټولګډونه پروسې سره تړلی دی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ څرګندوي:«ازبیکستان د امریکا متحده ایالتونو په څېر له طالبانو سره د ترهګرۍ په تړاو د اندېښنو، د سرحدي ثبات په تړاو د اندېښنو او د بشري حقونو د نقض په تړاو د اندېښنو په برخه کې تعامل کوي. نو موږ په خپله تګلاره کې له یو بل سره همکاري کوو، څو ډاډمن شو، چې موږ له طالبانو سره په یوه غږ خبرې کوو.
په دې لړ کې د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې وایي، چې د تاشکند په غونډه کې هېڅ هېواد د طالبانو له رسمیت پېژندنې ملاتړ نه دی کړ. د ښځو او بشري حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وايي:«د تاشکند په غونډه کې ما او د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي استازي ټينګار وکړ، چې امنیت او اقتصادي ثبات، د ښځو د حقونو له ساتنې، د قومونو او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې د تاوتریخوالي له پای ته رسېدو او د ټولګډونه حکومت له جوړېدو پرته نه رامنځته کېږي. دا هیله بښوونکې وه، چې ډېری ګډونوال د یوه سیاسي بهیر غوښتونکي وو، خو هېچا د طالبانو له رسمیت پېژندنې ملاتړ ونه کړ