ساینس او ټېکنالوژي

ټیک ټاک نور په امریکا کې کار نه کوي او بند شو

اړوند خبرونه:

ایفون 16 به نن بازار ته وړاندې شي؛ په اړه یې څومره پوهېږی؟

د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

اپل کمپني د ایفون 17 ډیزاین د اوږدې مودې اپ کرېډ ژمنه وکړه

څو ساعته مخکې له دې چې په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک پر اپلیکیشن رسمي بندیز نافذ شي، ټیک‌ټاک په خپله د امریکایي کاروونکو لاسرسی دې اپ ته بند کړ.

د متحدو ایالتونو سترې محکمې د جمعې په ورځ، (د مرغومي په ۲۸مه) یو قانون تایید کړ چې له مخې یې، که د دې اپلیکیشن مورنۍ یا اصلي شبکه تر یکشنبې پورې ونه پلورل شي، فعالیت به یې په امریکا کې بند شي.

د دې قانون تر رسمي کیدو څو ساعته مخکې، یعنې د شنبې په شپه، (د مرغومي په ۲۹مه) ټیک‌ټاک امریکایي کاروونکو ته دا پیغام واستاوه او د اوس لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه:

«په متحدو ایالتونو کې د ټیک‌ټاک د بندیز قانون نافذ شوی دی. له بده مرغه، دا معنا لري چې تاسو به اوس د ټیک‌ټاک له استعمال څخه محروم یاست.»

ټیک‌ټاک په متحدو ایالتونو کې یو له خورا مشهورو ټولنیزو رسنیو څخه دی چې شاوخوا ۱۷۰ میلیونه کاروونکي لري، چې ډېری یې ځوانان دي. د ټیک‌ټاک ځواکمن الگوریتم، چې د دې اصلي شتمني ګڼل کېږي، کاروونکو ته شخصي شوې لنډې ویډیوګانې وړاندې کوي.

د دې ټولنیزې شبکې پر سر، چې څښتن یې چینايي دی، لانجه د بایډن د ولسمشرۍ په وروستیو ورځو کې راپورته شوې.

ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو مخکې د دې اپلیکیشن د خلاص پاتې کېدو لپاره څه ونه شوای کړای، خو ښکاره ده چې ټیک‌ټاک هم هیله لري چې د امریکا نوی ولسمشر به وکولای شي دا بندیز لیرې کړي.

دا هم ولولئ:  مصنوعي زلزله

ټیک‌ټاک خپلو کاروونکو ته په تازه پیغام کې دا هیله لیدل کېږي او له کاروونکو غوښتنه شوې چې «له موږ سره پاتې شئ.»

ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ له ان‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي و چې د ټیک‌ټاک د خلاص ساتلو یوه لاره دا ده چې هغه ته ۹۰ ورځنی مهلت ورکړي، او کله چې ده د ولسمشرۍ پر چوکۍ رسماً کار پیل کړ، بیا به پرېکړه وکړي. ټرمپ او ټیک ټاک دواړو هیله لرله چې په راتلونکو درېیو میاشتو کې په امریکا کې د ټیک‌ټاک لپاره یو دایمي حل پیدا شي.

د هغه قانون له مخې چې جو بایډن لاسلیک کړی دی، د ټیک ټاک چینايي خاوند بایت‌ډنس له ۹ تر ۱۲ میاشتو پورې وخت درلود چې په امریکا کې ټیک‌ټاک وپلوري، که نه نو بند به شي.

خو بایت‌ډنس، مخکې په ټینګار سره اعلان کړی چې دوی په امریکا کې د دې پلېټفارم پلورلو ته تیار نه دي او غوره بولي چې د امریکا حکومت یې کارونه بند کړي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button