نړیوال خبرونه

پاکستان: د افغانستان صادرات به د بانک له جواز پرته تولید نه شي

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد ګمرکونو ته لارښوونه کړې، چې د روانې اوونۍ له پیله دې له «IIF» فورمې پرته افغان صادراتو ته اجازه ورنه کړي. د مکتوب له مخې، پاکستان ته د هېواد ټول صادرات د پاکستان په ګمرکونو کې له بانکي جواز پرته نه تولیدېږي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پاکستاني بانکونه سوداګرو ته دغه فورمې نه ورکوي او که د اسلام اباد دغه پرېکړه عملي شي، پاکستان ته به د افغانستان صادرات بند شي. د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی وايي: «که پر دې مسایلې بیا کتنه و نه‌شي، له پاکستان سره مو سوداګرۍ په بشپړ ډول درېږي او دا مساله د اندېښنې وړ ده او له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده چې له پاکستان سره خبرې وکړي او دا هېواد تر دوه یا درې میاشتو پورې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په دې باور دی، چې پاکستان د هېواد د صادراتو لپاره یوازینی بازار نه دی او متحده عربي اماراتو د افغاني محصولاتو د لېږد لپاره له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره خبرې کړې دي.  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستین وویل:«موږ له ګاونډیانو سره هم د ترانزیت په اړه خبرې کړې، هغه ژمنه کړې، خو څرګنده نه ده چې دوی به د حاصلاتو د ټولولو پر مهال خپلې ژمنې پوره کړي که نه؟»

نور یی ولوله | راشد خان: زه خوشحال یم چې یو ځل بیا مې د هېوادوالو پر شونډو مسکا راوسته

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، پاکستان دوه ځله د دغه هېواد له صادراتو معاف کړي، چې وروستۍ نېټه یې شنبه ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې اجرایوي رییس، نقیب الله صافي وویل، «په رسمي توګه د پیسو لېږد یوه الکترونیکي بڼه ته اړتیا لري چې مرکزي بانک یې د افغانستان صادراتو ته ورکوي، که نه نو انتقال به نه‌شي.»

له بلې خوا د اقتصادي چارو یو کارپوه له سوداګرو غوښتي چې د پاکستان د عذر له امله دې هېواد ته د صادراتو لپاره د بدیل لارې چارې ولټوي. یو اقتصاد پوه، میر شکیب وویل، “منځنۍ اسیا د هیواد د سوداګرو لپاره یو ښه انتخاب دی او ستونزې یې د پاکستان په پرتله ډیرې کمې دي.” د سوداګرۍ او پانګونې خونې شمېرې ښيي، چې افغانستان هر کال تر یو نیم میلیون ټنو ډېر تالک او سکاره پاکستان ته صادروي او د افغانستان ډېره مېوه او سبزیجات د هېواد په بازارونو کې پلورل کېږي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button