سیمه ییز خبرونه

پاکستان طالبانو ته؛ د ټي ټي پي مشران راته وسپارئ

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له طالبان د ټي ټي پي مشرانو د ورسپارلو غوښتنه کړي ده

د اېکسپرېس ټربیون په وینا د پاکستان کورنیو چارو وزیر د یکشنبې په ورځ پاکستاني طالبان په دغه هیواد کې د پنځو چینايي انجینرانو د وژنې مسوول وبلل.

محسن نقوي د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د«دوستانه اړیکو د ساتلو لپاره» دې د نور ولي محسود په ګډون د ټي‌ټي‌پي مشران پاکستان ته ور وسپاري.

د مارچ په ۲۶مه د خیبرپښتونخوا په بشام سیمه کې د چینايي انجینرانو پر کاروان یوه ځانمرګي بریدګر د پنځو چینايي انجینرانو په ګډون شپږ کسان ووژل.

خو پاکستاني طالبانو بیا په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.

طالبان بیا دا هر څه په وار وار رد کړي

د پاکستان کورنیو چارو وزیر په لاهور کې په یوه خبري غونډه کې طالبانو ته په وینا کې وویل: «موږ د طالبانو له موقت حکومت څخه غواړو چې د نور ولي محسود په ګډون د تحریک طالبان پاکستان مشران ونیسي او پاکستان ته یې وسپاري. چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې وساتل شي.»

afghan (16)
په پاکستان کې پر چینايي وګړو برید

نور ولولئ:  اسلام اباد له طالبانو د ټي ټي پي د له منځه وړلو غوښتنه وکړه

نور ولولئ: د پاکستان پوج: کراچۍ کې مو د ټي ټي پي خطرناکه اوولس کسیز ګروپ نیولی

د طالبانو حکومت د پاکستاني طالبانو د مشرانو او غړو د شړلو او پاکستان ته د ورسپارلو په اړه د اسلام اباد غوښتنه رد کړې ده. دغه راز طالبانو د ټي ټي پي د هرکلي ترڅنګ په خيبرپښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو د وسله والو فعاليتونو مسووليت هم رد کړی او دغه ډله يې د پاکستان کورنۍ ستونزه بللې ده.

په افغانستان کې ترهګر

نقوي وويل، په بشام کې پر چينايي وګړود بريد تر شا د تحريک طالبان پاکستان لاس و او په تړاو يې ترهګر نيول شوي دي.

هغه وویل: «موږ په دې قضیه کې داسې اسناد لرو چې منکرېدل ترې ناشوني دي.»

په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پاکستان کې وسله وال بریدونه ډېر شوي دي او د پاکستان پر امنیتي دستګاه پرله پسې بریدونه کېږي.

نقوي خبرداری ورکړ چې «ترهګر د افغانستان د موقت حکومت (طالبانو) له کمزورۍ ګټه پورته کوي او له ډیورنډ کرښې هاخوا د پاکستان امنیت ته ستونزې جوړوي.»

د پاکستان کورنیو چارو وزیر د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې دوی د دواړو هېوادونو تر منځ پر ډیورنډ کرښه څارنه ګړندۍ کړې ده.

شنونکي وايي، پاکستان د اوسني بد وضعیت په کنټرول کې پاتې راغلی، له همدې امله ده چې پړه یې پر افغان طالبانو ور اچوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button