سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

پاکستان: طالبان باید د ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي کنټرول کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو ځل بیا افغان طالبان له تحریک طالبان پاکستان په ملاتړ تورن کړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله وايي چې طالبانو هغه ژمنې نه دي پوره کړي چې د ټي ټي پي په اړه له بار بار له پاکستان سره کړې دي.

د یاد هېواد د کورنیو چارو وزیر همداراز زیاتوي: ”افغان حکومت دا دریځ لري چې هغوی یعنې د ‘ټي‌ټي‌پي’ ملاتړ نه کوي، خو موږ له هغوی [حکومت] نه ګیله من یو ځکه چې ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي چې کله زموږ هېواد ته راځي، نو دلته د امنیت په تړاو مسلې پیدا کېږي”.‌

پر طالبان د پاکستان پرله پسې نیوکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د طالبانو حکومت تورن کړی چې د پاکستاني طالبانو یا ‘ټي‌ټي‌پي’ په کنټرول کې پاتې راغلی.‌

رانا ثناءالله تازه مرکه کې ویلي، د طالبانو حکومت غواړي د ‘ټي‌ټي‌پي’ مخه ونیسي، خو ځینې کمزورتیاوې لري.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله امریکا غږ اردو څانګې سره افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت په اړه تازه څرګندونو کې ویلي، پر طالبانو دا پور نه شي پوره کولی چې ګنې د ‘ټي‌ټي‌پي’ ملاتړ کوي،‌ خو د دې ډلې مخنیوي کې ځینې کمزورتیاوې لري.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

”افغان حکومت دا دریځ لري چې هغوی یعنې د ‘ټي‌ټي‌پي’ ملاتړ نه کوي، خو موږ له هغوی [حکومت] نه ګیله من یو ځکه چې ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي چې کله زموږ هېواد ته راځي، نو دلته د امنیت په تړاو مسلې پیدا کېږي.‌ څه ناڅه دوه میاشتې وړاندې موږ ته د افغانستان حکومت ویلي وو چې د ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي به له پولې لیرې لېږدوي چې په دې ډول یې پاکستان ته لاسرسی کم شي.

په دې لړ کې شاید افغان حکومت پړ ونه شو ګڼلی،‌ خو ویلی شو چې په دې برخه کې دا حکومت کمزوری دی، هغوی باید د ‘ټي‌ټي‌پي’ غړي کنټرول کړي”.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر وړاندې د طالبانو غبرګون

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د رانا ثناءالله ددې ادعا په اړه بي بي سي ته وویل، دوی پوره ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د بل چا پرضد نه کارول کېږي.

“موږ له پاکستاني اړخ سره وخت-نا وخت لیدنې او کتنې لرو او موږ ویلي چې د افغانستان پرضد نه استعمالېږي او موږ اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د پاکستان یا کوم بل هېواد پرضد وکاروي. ددې لپاره ټول هغه اړین ګامونه اخلو چې لازم وي”.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button