پاکستان له اوربند سرغړونه کړې او پر پکتیکا یې بریدونه کړي
اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
مجاهد اسلام اباد ته؛ ژر تر ژره د داعش ډلې مشران کابل ته وسپارئ
له اوربند د پاکستان سرغړونه؛ تازه یې پکتیکا کې پر ولسي کورونو بریدونه کړي دي
د طالبانو د حکومت سرچینې وايي پاکستاني ځواکونو پکتیکا کې پر ولسي کورونو بریدونه کړي.
طالب چارواکو رسنیو ته ویلي چې، د جمعې ماښام مهال “پاکستاني رژیم په پکتیکا ارګون ولسوالۍ، خانه دار کلي کې د یوه قصاب پر کور برید کړی دی.
سرچینې وایي په دغو بریدونو کې ملکي خلک وژل شوي او ټپیان دي.
د سرچینو د مالوماتو له مخې په پام کې وه سبا د طالبانو حکومت پلاوی له پاکستاني استازو سره د کړکېچ کمولو پر سر خبرې وکړي خو داسې برېښي چې پاکستان اوربند ته ژمن پاتې نه شو.
وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی تر هغه چې “تجاوز” نه وي شوی اوربند ته ژمن دي.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.