سیمه ییز خبرونه

پاکستان په خپله خاوره د ایران توغندیز او ډرون بریدونه وغندل

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپاره کړې اعلامیه کې دغه بریدونه د پاکستان پر خاوره تېری بللی دی

تسنیم خبري اژانس خبر ورکړ چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قول اردو اړوند اژانس دی، د سې شنبې په ورځ د پاکستان پر خاوره د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو د برید خبر ورکړی او لیکلي دي چې په دغه برید کې د جیش الظلم (جیش العدل) دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

ویل کېږي، چې دغه توغندي د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور ښار لګېدلي دي.

له دې مخکې د ایران په سیستان او بلوچستان صوبې کې یوې فعالې خبری رسنۍ حال وش د سې شنبې په ورځ خبر ورکړی و، چې سپاه پاسداران د ایران او پاکستان ترمنځ په سرحدی سیمه کې په یوه کليد توغندیو حمله کړې ده.

جیش العدل د ایران د اسلامي جمهوریت پر ضد وسله واله اسلامپاله ډله ده، چې ځان د سنیانو د حقونو مدافع ګڼي.

د پاکستان او ایران وروستۍ اړیکې او همکارۍ

دا برید په داسې حال کې کېږي، چې د سې شنبې په ورځ په سوېس کې د داووس د اقتصادي غونډې په څنډه کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له موقت لومړي وزیر سره وکتل.

نور ولولئ: ایران د حزر سمندرګي قطعې ته د دیلمان په نوم نوي بېړۍ ورزیاته کړه

نور ولولئ: سي ای اې وايي، روسیه د ایران په همکارۍ د ډرون الوتکو کارخانه جوړوي‌

نور ولولئ: د افغانستان بد حالات؛ پاکستان او ایران د افغانانو ملاتړ خپل مسئولیت بولي

په ورته وخت کې د ایران یو پلاوی د دواړو هېوادونو په ګډو سمندري تمریناتو کې د ګډون لپاره پاکستان ته تللی دی.

ایران تېره شپه ناوخته د عراق په کردستان او د سوریې په سیمو کې پر هدفونو بریدونه وکړل. د ایران د انقلابي ګارډ قول اردو اعلان کړی، چې په دغو بریدونو کې یې په عراق او سوریه کې د موساد یا د اسراییل د جاسوسۍ ادارې مرکزونه او د داعش مرکزونه په نښه کړي دي.

د ایران پر وړاندې د پاکستان غبرګون

د پاکستان پر خاوره د ایران له وروستیو بریدونو وروسته اسلام اباد دغه بریدونه د پاکستان پر خاوره تېری بللی دی. په خپاره کړي اعلامیه کې راغلي چې پاکستان د تروریزم قرباني دی او هر وخت یې له دغه پدیدې سره مبارزه کړي، خو د پاکستان له ناخبرۍ پرته د ایران بریدونه د نړیوالو قوانینو او موازینو خلاف عمل دی.

untitled design
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه

پاکستان وايي چې له ایران سره به دا ستونزه د دیپلوماتیکو لارو بحث کړي. اسلام اباد له ایران غوښتي چې د بل ځل لپاره باید دا ډول خپل سری اقدام ونه کړي.

ایران تر اوسه د پاکستان پر وروستي غبرګون کوم عکس العمل نه دی ښودلی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button