سیمه

پاکستان کې د می نهمې لاریونونو په تړاو ۳ افسران ګوښه او ۱۵ مجازات شول

د پاکستان پوځ د می میاشتې ۹مې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو په تړاو یاد کسان مجازات کړي

د پاکستان پوځ وايي دغه هېواد کې د مې میاشتې نهمې له تاوتریخوالي د ډکو احتجاجونو په تړاو د څېړنو پایله کې د یوه ډګر جنرال په ګډون درې پوځي افسران له دندونه کوښه او د دریو نورو تورن‌جنرلانو په ګډون د ۱۵ افسرانو خلاف سخت تادیبي ګامونه اخیستل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویاند او د عامه اړیکو مشر جنرال احمد شریف چوهدري (د جون ۲۶مه) یوې خبري غونډې ته ویلي، چې پوځ د مې د نهمې پېښو په تړاو دوه جلا داخلي څېړنې بشپړې کړې دي.

نور ولولئ: پاکستانۍ موډله خدیجه شاه زندان ته واچول شوه

هغه وویل چې د ځینو متقاعدو پوځي جنرالانو د کورنیو غړو خلاف هم قضیې روانې دي.

ښاغلي چوهدري ژمنه وکړه چې د مې د نهمې پېښو پلانونکي او اسانچاري به که د هرې اورګان او ادارې اړوند وي، د قانون له مخې سزا وګوري‌.

د قول اردو قومندان پر کور ورختل

د پاکستان پوځ او حکومت وايي د تحریک انصاف ګوند غړي او ملاتړي پر دغه ورځ راولپنډۍ کې د پوځ پر مرکز او لاهور ښار کې د قول اردو قومندان پر کور ور وختل، په ویجاړیو یې لاس پورې کړ او پوځي تاسیساتو ته یې اور واچاوه.

په دې لړ کې د پاکستان له څو ښارونو هم پر پوځي تاسیساتو د بریدونو خبر ورکړ شوی و.

خو عمران خان دا د ده خلاف دسیسه بولي او ادعا کوي چې په بریدونو او ورانکاریو کې ښکېل کسان د ده له ګوند سره تړاو نه لري.

متقاعدو جنرالانو د کورنیو غړو او ملکیانو خلاف اقدامات

خدیجه شاه – د پاکستان پوځ د پخواني مشر جنرال اصف نواز جنجوعه لمسۍ ده

د پاکستان پوځ ویاند وايي چې د مې د نهمې پېښو په تړاو پوځي خدمت کې پر حاضرو افسرانو سربېره د څو متقاعدو جنرالانو د کورنیو غړو خلاف هم ګامونه اخیستل کېږي.‌

هغه وویل د یوه متقاعد څلور ستوري جنرال له لمسۍ، د یوه متقاعد څلور ستوري جنرال له زوم، د یوه متقاعد درې ستوري له ښځې او د یوه متقاعد دوه ستوري جنرال له ښځې او زوم سره ‘د نه ردېدونکو شواهدو” پر بنسټ د احتساب لړۍ روانه ده.‌

نوموړي که څه هم د دغو کسانو نومونه وانخیستل خو رپوټونه وايي، د پاکستان پوځ د مخکینې لوی درستیز جنرال اصف نواز جنجوعه د لمسۍ خدیجه شاه نوم په هغو کسانو کې شامل دی چې د مې د نهمې پېښو په تړاو له قانوني اقداماتو سره مخ دي.‌

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button