کورني خبرونه

پخوانی ولسمشر غني: افغانستان کې وچکالۍ او فقر د افغانانو ژوند تریخ کړی

محمد اشرف غني وايي، که افغانستان کې وچکالي مدیریت نه شي نو روان فقر به نور هم زیات شي

د افغانستان د وروستي جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د وچکالۍ د وضعیت په اړه په غږیز پوډکاسټ پروګرام کې ویلي، چې هر څوک چې د خدمت او حکومتدارۍ دعوه لري، د وچکالۍ مدیریت یې د مشروعیت اساسي برخه ده.

پخواني ولسمشر غني‌ وايي: “مونږ د یو انتخاب سره مخامخ یو او هغه دا چې که د افغانستان د وچکالۍ او بې وزلۍ څخه وتل، ملي مشروعیت، منطقه يي مشروعیت او بین المللي مشروعیت غواړي؛ نو باید په دې اړه نتیجې ته ورسیږو او که فیصله په دې وي، چې دا د یو اقلیت حق دی او نور خلک د هېڅ خبرې، منطق او ګډون حق نه لري، نو د دې فیصلې د پایلو مسوولیت هم باید بیا ومنل شي.”

drought
په افغانستان کې د وچکالۍ څپه

د قزاقستان سره د غمنو اوږدمهاله قراردادونه

د ښاغلي غني په وینا؛ د افغانسان کرنه د پرلپسې وچکالیو جګړو او نا امنیو له امله سخته زیانمنه شوې ده او د هېواد نوی نسل هم له کرنې پردی شوی دی.

نوموړی ټینګار کوي، چې اولس باید د اوبو په مصرف پوه شي؛ ځکه چې اوس اوبه بې ځایه لګوي، ډېرې یې لګوي او په داسې ځای کې یې لګوو چې مناسبه نتیجه ترې نه اخلي.

نور ولولئ: کابل کې د مېرمنو مجبوریت او بې‌وزلي

نور ولولئ:  افغان ښځې له طالبانو د دوی پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو ختمول غواړي

نور ولولئ: په افغانستان کې د غربت بحران: اوچا وايي چې پنځه اتیا سلنه افغانان له یوه ډالر کم عاید لري

هغه وايي؛ که د غنمو کرل بزګرو ته قیمته تمامیږي،‌ نو ښه به دا وي چې د قزاقستان سره د غنمو د واردولو اوږدمهاله قرارداد وشي، ځکه بل هېڅ هېواد له قزاقستان سره د غنمو په برخه کې رقابت نه شي کولی او په بدل کې یې افغانستان پر دغه هېواد د هغوی د اړتیا وړ میوه او ترکاری وپلوري.

له وچکالۍ سره د مبارزې تګلاره

د پخواني ولسمشر په وینا؛ د وچکالۍ سره د مبارزې په خاطر باید د کلیو له سطحې کار شروع شي او د ټول هېواد په کچه خلک باید لاسونه سره ورکړي،‌ چې د وچکالۍ څخه د وتلو لپاره لارې چارې پېدا کړي.

drought1
په افغانستان کې د وچکالۍ څپه

ښاغلی غني وايي: “د افغانستان هر کروندګر، ځوان او هره مېرمن باید په دې پوه شي، چې د اوبو مدیریت څنګه وکړي، د چاپیریال مدیریت څنګه وکړي، په اسلامي کلتور کې د چاپیریال په اړه بهترین نظریات شته، خو مونږ ور نه پردي شوي‌ یو. دا په دې معنا نه ده چې هر څه چې عصري وي، هغه ګټور وي.”

د پخواني ولسمشر غني په وینا؛ د افغانستان اوبو ته باید ټوله منطقه د یو نعمت په سترګه وګوري او لکه اوس باید بې ځایه پروپاګند ونه شي ځکه چې دا خبرې نه د منطقې د هېوادونو په ګټه دي او نه د افغانستان په ګټه.

هغه زیاتوي:‌ “اوبه خدای مونږ ته راکړي دي؛ خو په شریعت کې د اوبو د تقسیم اصول واضح دي او مونږ پرې عمل کوو. په اوسنیو شرایطو کې باید د اوبو د تقسیم په اړه یوې منطقوي نتیجې ته ورسیږو چې هم زمونږ په خیر وی او هم د نورو.”

ښاغلی غني ټینګار کوي،‌ چې د چاپیریال له بدلون سره مبارزه باید په سیمه ییزه کچه وشي؛ خو ظاهراً دغه کار په اسیا کې شونی نه دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button