پخوانی چارواکی عمر زاخیلوال وایي اساسي قانون او ولسي ملاتړ د حکومت مهمې اړتیاوې دي
په تیر جمهوریت کې د مالیې وزیر او په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ښاغلي حضرت عمر زاخیلوال له طلوع نیوز سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي چې په حکومت کې اساسي قانون او ولسي ملاتړ مهمې اړتیاوې دي
عمر زاخېلوال زیاته کړې:«داسې پالیسۍ وې چې فضا یې نامساعده کړه. هغه ډاډ ته چې خلکو اړتیا لرله، په هغې کې تېروتنه وشوه. له نړۍ سره زموږ اړیکې له بده مرغه ډېرې محدودې شوې دي.»
ښاغلي زاخېلوال څرګنده کړه چې د ښځو د تعلیم او کار مسئله باید په افغانستان کې دننه حل شي او بايد د دې زمينه برابره نه شي، چې نړیواله ټولنه د ښځو د حقونو مدافع شي.
د هغه په وينا، د اساسي قانون جوړول او ولسي ملاتړ د حکومت لپاره ډېر مهم دی.
د پخواني حکومت دغه چارواکی وايي چې د دوحې تړون په افغانستان کې د حکومتوالۍ بنسټ نه شي کېدای. هغه د دولتي جوړښت د رامنځته کولو لپاره له دوديزو او عصري لارو څخه د استفادې وړانديز کوي.
عمر زاخېلوال څرګندوي:«یو حکومت چې مشروعیت ولري، باید د یوه اساسي قانون پربنسټ وي چې اوس موږ اساسي قانون نه لرو؛ هغه اساسي قانون چې خلک له حکومت سره تړي. هېڅ حکومت د خلکو له ملاتړ پرته بشپړ مشروعیت نه لري.»
عمر زاخېلوال په دې باور دی چې د افغانستان د ثبات لپاره ښه فرصت په لاس راغلی او اوسنی حکومت باید له دې فرصت څخه زیاته ګټه پورته کړي.
په ورته وخت کې د سیاسي چارو یو کارپوه قاضي حسن حقیار ویلي چې د نجونو د زده کړو او کار په هکله د امارت سیاستونونو په کور دننه او بهر د اسلامي امارت لپاره ستونزې رامنځته کړې دي. امارت یې کابو منزوي کړی. د رسمیت پېژندلو په وړاندې یې خنډ رامنځته کړی او افغانستان ته یې د نړۍوالو پام کم کړی دی.
د طالبانو لخوا د ښځو پر کار او تعلیم بندیز هغه مسایل دي چې په کور دننه او بهر یې ډیرې اندیښنې راپارولې او نړیواله ټولنه یې اړه کړې چې د طالبانو له حکومت سره له همکاریو لاس واخلي او د دوی د رسمیت پیژندنې مسئله ټکنۍ کړې.