پروان کې د چرګانو غوښه؛ ۲۲۵ فارمونه څومره ظرفیت لري؟

پروان کې د چرګانو غوښه؛ چارواکي وايي ۲۲۵ فارمونه په هرو ۴۵ ورځو کې ۱.۲۶ میلیون کیلوګرامه غوښه تولیدوي او په دې برخه کې ۸۴ میلیون افغانۍ پانګونه شوې ده.
د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د چرګانو د فارمونو ظرفیت توپیر لري او په هر فارم کې له ۵۰۰ څخه تر ۵۰ زره چرګانو پورې د روزنې ظرفیت شته.
تاجزاده ویلي، د بازار د بیو او پلور له وضعیت سره سم د هر فارم خاوند له ۲۰ تر ۳۰ سلنې پورې عاید ترلاسه کوي.
چارواکي د هګیو اچوونکو چرګانو روزنه هم ګټوره بولي
، خو د چرګړیو د تولید لپاره د ماشینونو نشتوالی د دې صنعت له مهمو ستونزو څخه یادوي.
د پروان کې د چرګانو غوښه د تولید ترڅنګ، د چرګانو د فارمونو یوشمېر پانګهوالو د وارداتي غوښې په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.
دوی له طالبانو غوښتي چې د کورني تولید د ملاتړ لپاره له بهرنیو هېوادونو څخه د چرګانو د غوښې واردات محدود یا بند کړي.
په فارم او بازار کې د بیې لوی توپیر
د چاریکار ښار د چرګانو د غوښې پلورونکي وايي، یو کیلوګرام د چرګانو غوښه په فارم کې شاوخوا ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي.
خو د دوی په خبره، همدا غوښه په بازار کې له ۲۰۰ تر ۲۲۰ افغانیو پورې پلورل کېږي؛ یعنې د فارم او بازار د بیې ترمنځ د هر کیلوګرام پر سر له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانیو پورې توپیر شته.
پلورونکو له اړوندو ادارو غوښتي چې بازار وڅاري او د بیو د کنټرول لپاره اقدامات وکړي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، پروان کې د چرګانو غوښه اوس د سلګونو فعالو فارمونو له لارې تولیدېږي، خو پانګهوال د وارداتو او د چرګړیو د تولید د امکاناتو نشتوالی د صنعت له مهمو ننګونو بولي.



