سات تيري

پریټي: هیڅکله به ځان خرڅ نه کړم

پریټي: هیڅکله به ځان خرڅ نه کړم.دبالیووډ مشهوره ستورې پریټي زنټا له واده وروسته امریکا ته تللې او ډېر وخت وشو چې په لوی سکرین یا سینما هم نه ده ښکاره شوې. نوموړې وايي چې دا ضمیر نه مني چې ځان خرڅ کړم.

آغلې پریټې زنټا اوسمهال په یوې انټروۍ کې ویلي دي، چې ددې لپاره له بالیووډ څخه لېرې ده، ځکه چې نوموړې خپل ځان نه خرڅوي او دا عادت هم نه لري چې دا دې له خلکو ګېلې یا شکایت وکړي، نوموړې له هیچا څخه ګېله نه لري.پريټي زنټا ویلي دي چې نوموړې له بالیووډ څخه په لېرې کېدو خپه نه ده، بلکې د شهرت لپاره د بېلابېلو لارو چارو د ازمایلو پرځای پخپل کار سره د ځای د ځای په جوړولو اعتماد لري.

هغه وایي: چې تاسې به هیڅکله ونه وینئ، چې زه دې چاته پیسې ورکړم ترڅو زما په ستاینه څه ولیکي، ځکه زه غواړم چې پخپل کار وستایل شم او نه مې کله د رسنۍ د پوښښ لپاره روپۍ مصرف کړي.هغه وايي چې ما د دې وړاندې هم داسې کار ندی ګړی چې ضمیر خرڅ کړم.

د یادولو وړ ده چې پریټي زنټا په ۲۰۰۰ کال کې فلمي نړۍ ته راغله او د بالیووډ له ښکلو اداکارو څخه ده، چې په وروستي ځل یې له یوې اوږدې وقفې وروسته په ۲۰۱۸ کال (بھائی جی سپرہٹ) فلم کې لېدل شوې وه. دغه راز د هندوستان په پریمیر لیګ (IPL) کې د کنګز الیون پنجاب شریکه هم ده.

fb img 1612333561279

نوموړې د میچونو پرمهال په لوبغالي کې لېدل کېږي.هغه د شوبز ترڅنګ د کرکټ سره هم علاقه الري.نوموړې هر لوبه چې د اي پي ایل وي ښه په شوق سره ګوري. هغه اکثره چې کور کې هم وي نو کرکټ په ټي وي کې ګوري او خوند ترینه اخلي. دا هم باید یاده کړو چې نوموړې د یو ښه اداکارې ستورې تر څنګ یوه ښه انسانه هم ده.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button