سفر خبرونه

پر اسلام‌اباد د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار؛ د کډوالو جبري شړل ودروئ

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ستنېدل بس کړي

دغه سازمان د ښځو او نجونو په اړه هم اندېښنه ښوولي او ویلي یې دي چې په دغه کډوالو ستنېدو کې به دوی نور هم له ګواښونو سره مخامخ شي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ویستلو د دوهمې لړۍ د پیل په اړه د غبرګونونو په دوام، د بخښنې نړیوال سازمان له پاکستانه غوښتي چې باید جبري ستنونې ودروي.

دغه سازمان په یوه بیان کې چې نن یې خپور کړی ویلي له پاکستانه د افغان کډوالو ویستل به ښځې او نجونې په ځینو مواردو کې له بې ساري ګواښ سره مخ کړي.

د ښځو د ونډې راکمېدل

امنسټي انټرنېشنل دا هم ویلي چې د کډوالو جبري شړل د زده کړو، کار، فعالیت او په نورو ورځنیو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ونډه په جدي ډول راکموي .

refugees (2)
پر اسلام‌اباد د بخښنې نړیوال سازمان ټینګار؛ د کډوالو جبري شړل ودروئ

دغه سازمان غوښتنه کړې چې پاکستان دې د افغان کډوالو مېرمنو او نجونو د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته کړي.

نور ولولئ: د کډوالو لپاره د ناروې پلاوی: افغانستان کې ۵۰ سلنه افغانان فقر کې ژوند کوي

نور ولولئ: د بښنې نړیوال سازمان: له پاکستانه د افغان کډوالو “یو ځايي” اېستل به بشري ناورین وي

په همدې حال کې په پاکستان کې مېشتې یو شمېر افغان ښځې هم وايي په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ښځو په هر ډول فعالیتونو بندیزونه لګولي بیرته ستنول یې د مرګ له ګواښ سره مخ کوي.

د کډوالو جبري ستنېدنه به د اپرېل په ۱۵ پیل شي

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې ته ځینو پاکستاني حکومتي سرچینو ویلي چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه وار له مخه معلومات راټول شوي او د دوی د ایستلو دوهمه لړۍ به د اپریل په ۱۵ مه پیل شي.

په دې کې هغه افغان کډوال هم شامل دي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد یانې د کډوالۍ ځانګړي کارتونه لري.

مخکې پاکستان کې د کډوالو د حقونو د دفاع يو بنسټ “کډوالو لپاره د ګډ اقدام کمېټې” ویلي وو چې د افغان کډوالو د “پي‌او‌آر” کارتونو اعتبار به د مارچ په ۳۱مه پای ته ورسېږي او له‌دې وروسته به سلګونه زره افغان کډوال له ستونزو سره مخ شي.

بل لورته هغه کډوال چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان لخوا افغانستان ته په جبري ډول ستانه کړل شوي، د بې‌روزګارۍ له ستونزې سره مخامخ دي.

دوی د طالبانو له رژیم غواړي چې په بېلابېلو برخو کې ورسره همکاري وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button