پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل ۴۵مه کلیزه
پخواني شوروي اتحاد د ۱۳۵۸ کال د مرغومي پر ۶مه پر افغانستان نظامي یرغل وکړ
نن د دسمبر ۲۷ د مرغومي/جدي له شپږمې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل له ۴۵مې کلیزې سره برابره ده. دا هغه ورځ ده چې نږدې ۴۵ کاله مخکې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان برید وکړ او دا هېواد یې د جګړې پر ډګر بدل کړ.
د پخواني شوروي اتحاد سرتېري د هغه څه لپاره چې دوی له جهادي ډلو د افغانستان دفاع بلله، دغه هېواد ته راغلل. دوی د هغو ډلو د ټکولو او ماتولو لپاره راغلل چې ویل کېږي د امريکا او يو شمېر نورو شوروي ضد هېوادونو خواخوږي ورسره وه.
ګرمو اوبو ته ځان رسول
شوروي غوښتل له دې جګړې سره د افغانستان له لارې ګرمو اوبو ته ځان ورسوي.
د ۱۳۵۸ کال د مرغومې پر شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سل زره سرو لښکرو له ځمکې او اسمانه پر افغانستان بریدونه وکړل او د هېواد ډېرې برخې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستې.
دې جګړې نږدې لس کاله دوام وکړ او افغانانو ته یې درنه مرګ ژوبله واړوله.
پر افغانستان د شورويانو یرغل پر مهال شاوخوا یو نيم ميلیون افغانان ووژل شول او میلیونونه نور مهاجرت ته اړ شول.
نور ولولئ: دوه اتیا (۸۲) کاله وړاندې هټلر پر شوروي اتحاد حمله وکړه
نور ولولئ: له افغانستانه د شوروي پوځونو وتل؛ راتګ او یرغل یې غمېزه وه
تر ډېره خلک پاکستان ته کډوال شول. پاکستان او لوېديځ لپاره هغه مهال دا وېره هم وه چې روسان لا نور پر مخ لاړ نه شي او پاکستان هم لاندې نه کړي.
يوه بله ستونزه د افغان کډوالو وه چې د روسانو له يرغل او د جګړې له پيل سره يې خپل کورونه پرېښودل او له ډېورېنډ کرښې هاخوا واوښتل.
د روسانو پر ضد مقاومت
شوروي اتحاد د وخت په ښو وسلو سمبال و خو د افغانانو له کلک مقاومت سره مخ شول.
د شوروي ځواکونو پروړاندې اوو افغان تنظیمونو مبارزه او جهاد پیل کړ.
د شوروي اتحاد په دې لس کلنه جګړه کې پخپله روسانو ته هم دروند مالي او ځاني زیان واوښت.
د شمېرو له مخې په دې جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ۱۵۰۰۰ سرتېري ووژل شول.