لوبې

پر بابر اعظم نیوکې د چا لخوا وشوې؟

د انګلستان او پاکستان ترمنځ د اوه شل اوریزه لوبو په وروستۍ لوبه کې پاکستان ستره ماتې وخوړه او د ماتې په لاملونو کې یې یو لامل دا و چې لوبډلمشر بابر اعظم دوه مهم کیچونه پرېښودل یا یې وغورځول او توپ وهنه کې هم پاتې راغی.

پر بابراعظم نیوکې

په دغه ټوله لوبلړۍ کې بابر اعظم یوازې دوه لوبو کې ښه توپ وهنه او په پاتې پنځه لوبو کې د پام وړ ونه چلېده، چې له امله یې مینه والو پرې توندې نېوکې وکړې او هغه نه یې غوښتنه وکړه چې کیچونه خو دې پرېښودل اوس لوبډلمشري هم پرېږده. په دې لوبه کې پاکستاني لوبغاړو ډېره خرابه ډګر ساتنه وکړه او په لوبه کې د انګلستاني لوبغاړو ټولټال پنځه کیچونه وغورځول شول، چې په هغې کې دوه کیچونه بابر اعظم وغورځول او په توپ وهنه کې په ۴ منډو وسوځېده.

نور یی ولوله | د ګل کریسټ د خوښې لوبغاړي څوک دي؟

نور یی ولوله | انګلستان پاکستان ته ماتې ورکړه

د بابر اعظم د کیچونه

د بابر اعظم د کیچونه غورځولو په غبرګون د ټولنیزو رسنیو کاروونکو توندې نېوکې وکړې، هغوی وویل:((واه! څومره په زړه پورې ډول یې کیچونه پرېښودل؛ په همدومره ښه ډول دې لوبډلمشري هم پرېږدي.))

یو بل لیکلي، دا خو د ټولو د خوښې لوبډلمشر دی، نیمګړتیاوې یې ورته نه ښکاري، په اسیا جام کې یې هم توره ونه کړه او په دې لوبلړۍ کې چې په خپل کور کې یې وه، هم ونه چلېده، چې لوبډلمشر داسې وي نو له نورې لوبډلې به څه تمه وکړو

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button