روغتیا

پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید؛ په کوټه کې د ښځینه ډاکټرې ۳۵ سلنه بدن سوزېدلی

پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو بریدد پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د راپورونو له مخې، د تېرو جمعې په ورځ د کوټې په ملکي روغتون کې پر ښځینه ډاکټرې ماه نور ناصر د تېزابو برید شوی چې له امله یې د هغې د مخ او بدن شاوخوا ۳۵ سلنه برخه سوزېدلې ده.

د ځوانو ډاکټرانو ټولنې د معلوماتو له مخې، دا پېښه د ډاکټرې ماه نور ناصر د دندې پر مهال د روغتون دننه رامنځته شوې ده. د یادې ټولنې په وینا، برید د جمعې په ورځ د غرمې له ۱۲:۰۰ تر ۱۲:۳۰ بجو پورې شوی او تورن کس د روغتون یو کارکوونکی و چې د برقي زینې (لفټ) د مسؤل په توګه یې دنده ترسره کوله.

پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید څنګه ترسره شو؟

د راپورونو له مخې، تورن د ډاکټرې ماه نور ناصر د خونې دروازه وټکوله. کله چې نوموړې دروازه پرانیسته، بریدګر پرې تېزاب وشیندل او له سیمې وتښتېد.

د برید له امله ډاکټره ماه نور ناصر سخت ټپي شوې او دا مهال تر طبي څارنې او درملنې لاندې ده. روغتیايي سرچینو ویلي چې د هغې د مخ او بدن شاوخوا ۳۵ سلنه برخه سوزېدلې ده.

3cb7d6d7 6fe8 4fc4 93ec ff5d0e9e2c10

د ډاکټرانو لاریون او د مسؤلینو د لرې کولو غوښتنه

پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید د روغتیايي کارکوونکو او ډاکټرانو سخت غبرګونونه هم راپارولي دي.

دا هم ولولئ:  په شمالي قطب کې د کنګلونو د ویلې‌کېدو ویره

له پېښې وروسته د کوټې د دولتي روغتون ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو احتجاجي لاریونونه پیل کړل او د عادي روغتیايي خدماتو د ځنډولو اعلان یې وکړ.

لاریون کوونکو د بلوچستان د روغتیا سکرتر، د ملکي روغتون د مشر او د روغتون د امنیتي مسؤل د لرې کولو غوښتنه وکړه. د دوی په باور، د روغتون دننه د داسې پېښې رامنځته کېدل د امنیتي تدابیرو جدي کمزورتیا ښيي. پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید

د پولیسو عملیات او د تورن وژل کېدل

پولیسو ویلي چې د پېښې له رامنځته کېدو وروسته یې د تورن د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.

د پولیسو په وینا، تورن همایون شاه د کوټې ښار د سریاب سیمې د کچي بېګ په سیمه کې، د بسونو تم ځای ته نږدې وموندل شو.

پولیسو ویلي: “کله چې تورن ته د تسلیمېدو امر وشو، هغه پر پولیسو ډزې وکړې. په ځوابي ډزو کې سخت ټپي شو او وروسته یې ساه ورکړه.”

د رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د پېښې له ځایه یوه تومانچه او څلور مرمۍ هم ترلاسه کړې دي.

Afghan Now 4

د بلوچستان حکومت غبرګون

د بلوچستان اعلی وزیر میر سرفراز بګټي د پېښې په غبرګون کې ویلي چې حکومت به د ډاکټرې ماه نور ناصر د درملنې، بیارغونې او ټولو روغتیايي لګښتونو مسؤلیت پر غاړه واخلي.

هغه زیاته کړې چې د پېښې اړوند به بشپړې څېړنې ترسره شي او د روغتیايي مرکزونو د امنیت د پیاوړتیا لپاره به لازم اقدامات وشي.

لاریون کوونکو د بلوچستان د روغتیا سکرتر، د ملکي روغتون د مشر او د روغتون د امنیتي مسؤل د لرې کولو غوښتنه وکړه. د دوی په باور، د روغتون دننه د داسې پېښې رامنځته کېدل د امنیتي تدابیرو جدي کمزورتیا ښيي. پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید

دا هم ولولئ:  د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې د تنخواګانو کچه

د پېښې انګېزه لا هم روښانه نه ده

تر اوسه د پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید اصلي انګېزه نه ده روښانه شوې او چارواکو د احتمالي لاملونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

Afghan Now1 1

بلخوا، د ښځو د حقونو فعالانو او روغتیايي کارکوونکو د ښځینه ډاکټرانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.

پر ډاکټرې ماه نور د تېزابو برید یو ځل بیا د روغتیايي کارکوونکو د خوندیتوب او په ځانګړي ډول د ښځینه ډاکټرانو د امنیت په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button