پزشکیان: افغانستان او پاکستان له ایران سره امنیتي همکاري کړې

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، افغانستان او پاکستان د وروستیو سیمهییزو کړکېچونو پر مهال له ایران سره امنیتي همکاري کړې او خپلو سرحدي ځواکونو ته یې د بهرنیو عناصرو د احتمالي تګ راتګ د مخنیوي سپارښتنه کړې وه.
نوموړي ویلي، د دواړو هېوادونو حکومتونو اعلان کړی و چې هیچا ته به اجازه ور نه کړي څو د دوی له خاورې ایران ته ننوځي او هلته امنیتي ستونزې رامنځته کړي.
د افغانستان او پاکستان امنیتي همکاري
پزشکیان زیاته کړه چې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ ترکمنستان، روسیې او عراق هم له ایران سره همکاري کړې ده. هغه وویل چې له اذربایجان سره هم خبرې او تعامل روان دی.
د ایران ولسمشر په وینا، د سیمې د هېوادونو همغږي د سرحدي امنیت او ثبات په ساتلو کې مهم رول لوبولی دی.
د سیمې ثبات لپاره د همکاریو اهمیت
شنونکي باور لري چې د افغانستان او پاکستان له لوري د سرحدي امنیت په برخه کې همکاري د سیمې د ثبات لپاره مهمه بلل کېږي. د دوی په وینا، د سرحدونو امنیت، کډوالي، د نشهیي توکو مخنیوی او د ګډو ګواښونو پر وړاندې همغږي هغه موضوعات دي چې د سیمې هېوادونه ورته ځانګړې پاملرنه کوي.
د کارپوهانو په باور، که د افغانستان او پاکستان او نورو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ امنیتي همکاري دوام ومومي، دا به د سیمې د امنیت، ثبات او متقابل باور د پیاوړتیا لپاره مثبتې پایلې ولري.



