پنجشیر ولایت کې د واورې ښویېدنې له امله دوه کانکېدونکي مړه شوي

اړوند خبرونه:
د درنې واورې اورېدو له امله د سالنګ او ۵ ولایتونو لارې وتړل شوې
د بامیانو مسوولین وايي، د یاد ولایت په «حصهی اول» ولسوالۍ کې د واورې ښویېدنې له امله دوو کانکیندونکو ژوند بایللی دی.
د پنجشیر د کانونو او پټرولیم ادارې رییس، محمدقاسم امیري ویلي چې دا پېښه پرون (یکشنبې، د حوت ۱۲مه) د حصهاول ولسوالۍ په «قلات» سیمه کې شوې ده.
د مسوولینو په وینا، دغه کانکیندونکي د پنجشییر ولایت اوسېدونکي وو او کان ته په لاره تر واورې لاندې شوي دي.
ویل کېږي چې حکومتي مسوولین او خلک د دغو مړو د را اییستلو لپاره هڅې پیل کړې او تر اوسه یې هڅې ناکامې شوې دي.
تر دې پېښې مخکې د بامیانو په «پنجاب» ولسوالۍ کې د واورې ښويېدنې له امله دوه کسان مړه شوي وو.
د ویلو ده چې د تېرو کلونو غوندې سږ کال هم په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ښویېدنې له امله یو شمېر هېوادوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
بلخوا د هواپېژندنې ادارې پرون د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د شدیدو باراني او واورین ورښتونو په اړه خبرداری ورکړی و او تېره شپه په یو شمېر ولایتونو کې شدید ورښتونه شوي دي.
د بامیانو مسوولینو ویلي وو چې تېره شپه دغه ولایت ته غځېدلې ټولې لارې د سختې واورې او توپان له امله تړل شوې وې.