ژوند او ټولنه

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠تمه کاليزه نمانځل کيږي

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت او يو نيسيار په مرسته ،په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدانې ٤٠ تمه کاليزه د يوې نړيوالې دوه ورځنۍ غونډې په ترڅ کې نمانځل کيږي

دا غونډه به د فبرورۍ پر ١٧-١٨ وي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياندې عاېشې فاروفي ويلي دي دا نړيواله غونډه به د پاکستان لومړى وزير عمران خان پرانيزي

دې غونډې ته د ملگرو ملتونو د سترې کمشنرۍ مشر فلیپو ګراندي او ٢٠ هغو هېوادونو استازي رابلل شوي چې له افغان کډوالو سره په دې ٤٠ کالونو کې مرستې کړي ، هيله ده چې په دې غونډه کې د پرمختيايي بانکونو استازي هم برخوال وي

په دې غونډه کې به په پاکستان کې د افغان کډوالو پر راتکوونکي برخليک خبرې کيږي

په هم دې حال کي افغانستان کي ملګرو ملتونو د کډوالو چارو بنسټ شمېرې ښیې چي پاکستان کي دوه ملیونه ۴۰۰ زره افغان کډوال مېشت دي

پاکستان کي د ميشتو افغان کډوالو له ډلي یو ملیون او ۳۰۰ زره یې د اوسېدلو اسناد لري او یو ملیون ۱۰۰ زره نور یې ناثبت سوي دی

د پاکستان حکومت په دغه هیواد کې د افغان کډوالو د اوسېدنې د ۴۰ کالو پوره کېدو له امله د هغوی پر وضعیت د ملګرو ملتونو د کډوالو د » په همکارۍ دوه ورځنۍ غونډه جوړوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي دغه غونډه چې د فبرورۍ میاشتې پر ۱۷مه او ۱۸مه په اسلام اباد کې جوړیږي، د دغه هیواد د لومړى وزير عمران خان لخوا به پرانیستل شي

د خبرپاڼې له مخې په یاده غونډه کې به د کډوالو د نړیوالې کمېشنرۍ د رئیس ترڅنګ، حکومتي چارواکي او د شااوخوا ۲۰ هیوادونو وزیران او لوړپوړي چارواکي برخه واخلي  

خبر پاڼه وايي، دا هغه هیوادونه دي چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو لاس نیوی کوي

په خبر پاڼه کې ویل شوي:” ددغه غونډې په یو ډېر مهم پړاو کې چې په افغانستان کې د سولې هڅې هم د پرمختګ په حالت کې دي جوړیږي

ټاکل شوې په دغه غونډه کې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو پر وضعیت، هغوی ته پر متوجه ګواښونو، له هغوی سره د مرستو سربېره په خپلې خوښې هیواد ته د ستنېدو په اړه خبرې وشي

د کډوالۍ د نړیوالې ټولنې د معلوماتو په اساس دا مهال په پاکستان کې ۲.۴ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې ۱.۳ میلیونه یې ثبت او ۱.۱ میلیون یې نه دي ثبت شوي

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو په اساس د دغه هیواد په دوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران کې ۴میلیونه افغانان د اوسېدو په قانوني اسنادو او له قانوني اسنادو پرته ژوند کوي

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button