په افغانستان کې د اهل هنود او سیکانو ډېری ځمکې غصب شوي دي

اهل هنود او سېکانو له طالب چارواکو سره په کتنه کې ویلي، چې ددوی ډیرې ځمکې غصب شوې دي
کره شمېرې ښیي چې د کابل په دوه ویشتو ناحیو، غزني، خوست، پکتیا، ننګرهار او ځینو نورو ولایتونو کې د اهل هنود زیات شمېر ځمکه د خلکو له لوري غصب شوي او اوس دوی له طالبانو غواړي چې په دې برخه کې ورسره همکاري وکړي.
ریاست الوزراء د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له یو شمېر مشرانو، وکیلانو، د شیعه ګانو او سېکانو له استازو د مولوي عبدالکبیر د ناستې خبر ورکړ.
اهل هنود او سېکانو په دې کتنه کې د دوی د ستونزو د حل غوښتنه کړې ده.
په کابل کې د دوی د ملکیتونو غصب
د اهل هنود او سېک استازو د طالبانو د رییس الوزراء له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې وویل، چې په کابل ښار کې د دوی ملکیتونه غصب شوي دي.

دوی د خپلو ځمکو د بېرته راګرځولو غوښتنه کوي او ټینګار کوي، چې د دوی حقوقي ستونزو ته دې د حل لاره وموندل شي.
نور ولولئ: سېکان په تدریجي ډول افغانستان پرېږدي
نور ولولئ: ۵۵ سکهان او هندوان له افغانستانه هند ته ولاړل
ریاست الوزراء په یوې خبرپاڼه کې همداراز لیکلي، چې مولوي عبدالکبیر د کابل ښار د ۲۲ ناحیو له یو شمېر مشرانو، وکیلانو، د شیعه نو او سېکانو له استازو سره کتلي دي.
ددې خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر په دې لیدنه کې ژمنه کړې چې، د شیعه ګانو او اهل هنود وګړو د ستونزو د حل په موخه به لازم اقدامات وشي.
د طالبانو په حاکمېدو سره اهل هنود له هېواد وتلي
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډیری اهل هنود او سیکان د افغانستان پرېښودو ته اړ شوې دي.
پر دغو لږکیو د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې څو ځلې بریدونه شوي دي او د یو شمیر بریدونو مسوولیت هم داعش ډلې په غاړه اخیستی وه.
د ۱۴۰۰ لمریز کال د تلې په میاشت کې د کابل په کارته پروان سیمه کې وسله والو کسانو چې ځانونه طالب چارواکي معرفي کړي ول، چې د سېکانو عبادت ځای ته ننوتل او د هغوی وسایل یې له منځه یوړل.
داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې طالبانو د داعش په نوم د سیکانو او اهل هنود پر عبادت ځایونو او نورو راټولېدنو بریدونه کړي وو چې ګڼه مرګ ژوبله یې لرله، خو طالبانو یې نېغه پړه پر غاړه نه اخیسته.