افغانستان

په افغانستان کې د تېر کال سېلابونو کې د ۱۱۰ ښوونځیو زیانمنېدل

یونېسف وايي، تېر کال په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۱۱۰ ښوونځي زیانمن یا ویجاړ شوي.

د جنوري ۲۴مه د پوهنې نړۍوالې ورځې په پلمه، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې تیر کال په افغانستان کې ۱۱۰ ښوونځي د سېلابونو له امله زیانمن یا ویجاړ شوي. یونېسف په افغانستان کې د اقلیمي بدلون په وړاندې د خوندي زده‌کړو لپاره د لا زیاتې پانګونې غوښتنه وکړه.

یونېسف د ایکس ټولنیزې رسنۍ په یوه یادښت کې لیکلي چې د دغو ښوونځیو ویجاړېدو د زرګونو افغان زده‌کوونکو د زده‌کړو بهیر ګډوډ کړی دی.

په تېر ۲۰۲۴ کال کې د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې سخت سېلابونه راغلل، چې سلګونه کورونه او عامه بنسټونه یې ویجاړ کړل.

د پوهنې نړۍوالې ورځې په را رسېدو، ۱۲۲۵ ورځې کیږي چې طالبانو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو او د پوهنتون په ښځینه زده‌کړیالانو د زده‌کړو دروازې تړلې دي او هغوی یې له زده‌کړو بې برخې کړې دي.

په دې وروستیو کې د طالب چارواکو تر منځ د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی او یو شمېر نور طالب چارواکي د دغې ډلې د مشر ملا هبت‌الله د فرمان په وړاندې درېدلی او د افغان نجونو د زده‌کړو پر بندیز یې نیوکې کړې دي.

هغو د خپل مشر دغه کار له اسلامي شریعت سره په ټکر کې بللی او غوښتنه یې کړې چې د افغان نجونو لپاره دې د زده‌کړو بندیز لرې کړل شي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button