کورني خبرونه

په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

که څه هم په افغانستان کې سږ ژمی ډېر واورین او باراني نه و، خو وروستۍ واورې اورېدو ځینې لارې بندې کړي دي

طالبانو خبر ورکړی چې د ځینو ولایتونو او ولسوالیو لارې د درنې واورې د اورېدو له امله د تګ راتګ پر مخ تړل شوي دي.

د ټولګټو چارو وزارت خلکو ته خبر ورکړی چې د واورې تر ویلې کېدو او د لارو تر پاکېدو دې پر کورونو پاتې شي او چېرته دې سفرونه نه کوي.

د طالبانو د ټولګټو چارو وازرت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی، چې د سالنګ لویه لار د وړمې شپې راهیسې د واورې ورېدو، سخت توپان او د دید کچې د کمېدو له امله یې د تګ راتګ پر مخ تړلې ده.

snowfalls2
په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د لارو د پرانېستلو هڅې

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت لیکلي، د دغه وزارت د سالنګونو د حفظ او مراقبت کارکوونکي هڅه کوي چې دغه لاره د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیزي.

‏په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغه ولایت کې د شش پل پوسته-حاجیګک کوتل، د یکاولنګ ولسوالۍ د شاطو کوتل-پنجاب ولسوالي، د ابقول لار- د کرمان ورس لاره- د بندشوی پل او ورس لاره- د قناق کوتل سره د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوې ده.

نور ولولئ:  د امریکا نظامي اډو د افغانانو صحت او چاپیریال ته پام نه کاوه

نور ولولئ: د هوا د ککړتیا له امله د کابل ښاریانو شکایت

نور ولولئ: د مري په واوره کې د مردان څلور ملګري ځوانان ووژل شول

خبرپاڼې زیاته کړې، چې په غور ولایت کې واوره لاهم ورېږي او د بکک بند، کرمان، شاتېغ او د پایان بند لارې د درنې واورې ورېدو له امله تړل شوې دي.

‏د خبرپاڼې په وینا، د سختې واورې ورېدو له امله د ډایکندي ولایت د نېلي د مرکز، خدیر، نېلي-ګیتي ولسوالي او د نېلي- قناق کوتل لارې د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.

snowfalls
په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

د لارې بندېدو له امله له خلکو غوښتنه

دغه وزارت له خلکو غوښتي، چې په موټرچلوونې کې له احتیاطه کار واخلي او له ځانونو سره لازم توکي ولري.

اخوا په افغانستان کې د ژمي لومړنۍ دوې میاشتې (مرغومی او سلواغه) میاشتې نسبتاً د اورښت له مخې کمزوري وې او په ډېرو سیمو کې د وچکالۍ اټکل ډېر شوی و. خو د ژمي وروستۍ میاشت (کب) نسبتاً بیا باراني وه او اورښتونه په کې زیات اټل شوي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې اداره خبر ورکوي چې دغه میاشت په د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې واورې او بارانونه کېږي.

مالدارانو او کرونګر بیا وايي چې که بارانونه ونه شي، نو دوی به راتلونکی کال له زیانونو سره مخامخ شي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button