نړیوال خبرونه

په افغانستان کې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو تړلو پرېکړې پراخ غبرګونونه راپارولي

د دولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او اروپايي ټولنې د هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو د زده کړو د ځنډېدو مساله غندلې او له سرپرست حکومته یې غوښتي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي. 

بیانیه :

دوی په یوې بیانیه کې زیاته کړې، له ټولنیز ژونده د ښځو محرومول به له اسلامي امارست سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل بد اغېز وکړي. د دې ګډې بیانیې په یوې برخه کې راغلي: «د طالبانو پالیسي په داسې ډول جوړه شوې چې ښځې له عامه ژوند څخه بې برخې کوي، چې دا له طالبانو سره زمونږ د تعامل پر څرنګوالي اغېز ولري. زموږ تر ټولو اساسي اندیښنې به د افغانانو د حقونو، ازادۍ او هوساینې دوام ولري. 

نور یی ولوله | سبا د آی پي ایل لپاره بولي ترسره کېږي؛ اته افغان لوبغاړي به هم ورته وړاندې شي

نور یی ولوله | کابل کې د ښځو لپاره دایمي بازار پرانیستل شو

متحده عربي امارات

متحده عربي اماراتو هم په يوه اعلاميه کې ويلي، چې دغه پرېکړه له طالبانو سره د تعامل په برخه کې د نړيوالې ټولنې هڅې له خطر سره مخامخوي. په ورته وخت کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د ښځو د تعلیم له حقه انکار ټول اسلامي هېوادونه حیران کړي دي،د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «له لوړو زده کړو څخه د ښځو منع کول د افغان ښځو له مشروع او بشپړو حقونو سره په ټکر کې دي. د ښځو یو له مهمو حقونو څخه د زده کړې حق دی، چې بې له شکه د افغانستان او خلکو د ثبات، پرمختګ او سوکالۍ لامل کېږي.

ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ستونزه جدي او او د اندېښنې وړ ده. د پوهنتونونو یو شمېر استادانو د ښځینه محصلینو پر مخ د پوهنتونونو د تړل کېدو په غبرګون کې له خپلو دندو استعفا وکړه. د پوهنتون استاد جاوېد مومند وايي: «ما پرېکړه وکړه، ځکه نور مې مسوولیت ته دوام نه‌شو ورکولای، ځکه چې د خویندو تر څنګ ودرېږم، له استادۍ مې د اعتصاب په دول استعفا ورکړه

د پوهنتون یو بل استاد فردوس پیزاد وايي: «د هېواد په پوهنتونو کې د نجونو زده‌کړیالانو پر زده‌کړو د وروستي بندیز له کبله ةې پرېکړه وکړه چې نور تدریس ور نه‌کړم، څو لږ تر لږه په‌دې هېواد کې د نجونو غږ بدرګه کړو

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button