نړیوال خبرونه

په هرات کې نجونو زده‌کوونکو کالیو ګنډلو ته مخه کړې

په هرات ولایت کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو یو شمېر نجونو زده‌کوونکو په کور کې د کېناستلو پر ځای د کالیو ګنډلو او نورو لاسي صنایعو کاروبار ته مخه کړې ده. دغه نجونې وايي، د ښوونځيو له تړل کېدو وروسته اړ شوې چې له رواني فشاره د خلاصون لپاره له کوره بهر ووځي او نوي مسلکونه زده‌کړي.

د لسم ټولګي زده‌کوونکې عزیزه محمدي وايي: «کله چې ښوونځي وتړل شول، په کور کې مې زغم پای ته ورسېد او ان تر دې چې رواني ستونزې راته پیدا شوې. وروسته دلته راغلم چې په یو کار بوخته شم.» د هرات ولایت د کار زده‌کړو په یوه مرکز کې شاوخوا اتیا ښځې او نجونې د لاسي صنایعو، کمپوټر، قران کریم او د روغتیايي لومړنیو مرستو په زده‌کړو بوختې دي. د دې مرکز له اتیا سلنې ډېرې زده‌کوونکې د ښوونځي د دورې زده‌کوونکې دي.

د الهام بخش مرکز مسووله شکریه احمدي وايي: «اوس‌مهال دلته ډېری زده‌کوونکې یانې اتیا ښځې او نجونې د انګلیسي، لیک لوست، قران کریم، د کالیو او نورو توکو د ګنډلو په برخه کې زده‌کړې کوي.»

نور یی ولوله | کابل:د ازبکستان سره د وسپنې پټلۍ نقشه دې وروستۍ شي

په‌دې ځای کې د نجونو زده‌کوونکو تر څنګ د تېر حکومت یو شمېر کارکوونکې او د کور ښځې هم کسب او کار زده‌کوي. ښوونکې نادیه هاشمي وايي: «دوی دلته د پخلنځي وسایلو، کالیو او نورو توکو ګنډل زده‌کوي.»

ښوونکې سمیه عظیمي وايي: «ډېری د ښوونځي زده‌کوونکې دي او ډېره لېوالتیا لري، ځکه ځوانانې دي او د دې مسلک د زده‌کړې ډېرې غوښتنه کوي.»

له اتو میاشتو ډېر وخت شو چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو نجونې زده‌کوونکې ښوونځیو ته نه‌دي تللي. د عزیزې محمدي په څېر ډېر شمېر نجونې زده‌کوونکې په کور نه‌دي ناستې او د بهرنیو ژبو تر څنګ د کمپیوټر او نورو لاسي صنایعو په زده‌کړو بوختې دي، خو دوی د ښوونځیو د بېرته پرانیستو لپاره شېبې شماري.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button