په امریکا کې کار په اوونۍ کې څلورو ورځو ته راښکته کیږي
په امریکا کې د پنځو ورځو په معاش، په اونۍ کې د څلورو ورځو کار نظریه د پلي کېدو په حال کې ده
تازه څیړنې ښيي چې په اوونۍ کې د پنځو ورځو پر ځای څلور ورځې کار د خلکو روغتیا او هوساینه زیاتوي. خو پوښتنه دا ده چې ایا کاروبارونه او ادارات به وکولای شي چې په څلورو کاري ورځو کې د یوې اوونۍ کار بشپړ کړي.
په اوونۍ کې د څلورو ورځو لپاره د ورځې اته ساعته کار کولو او د پنځو ورځو کار په اندازه معاش ترلاسه کولو نظریه د غاښونو ډاکټرې ایریا اوندو ته د خوښۍ وړ خبره ده.
هغې ويلي: “له دې سره تاسې کولای شئ خپل نور کارونه سر ته ورسوئ، په کور کې آرام وکړئ او یا له خپلې کورنۍ سره وخت تېر کړئ.”
مګر په سویلي ډکوټا ایالت کې د ساختماني شرکت مالک جیمز راجرز څلور ورځنۍ اوونۍ د خپل کاروبار له پاره ګټوره نه بولي او وايي، اوږدې کاري اوونۍ ته اړتیا لري چې وکولی شي کار پر خپل وخت بشپړ کړي.
که کارکوونکي په اوونۍ کې څلور ورځې کار وکړي په ناسوبتیا کې یې ۶۵ سلنه کمښت راځي
په ۲۰۲۲ ميلادي کال کې، د څلور ورځنۍ اوونۍ په نوم نړیوالې غیرحکومتي ادارې او د دې ادارې شریکانو په متحده ایالاتو او انګلستان کې دوه شپږ میاشتني ازمایښتي پروګرامونه پلي کړل. دوی د کمو کاري ساعتونو ډیرې ګټې وموندلې؛ لکه د کارکوونکو لږه ستړیا او بې خوبي او په غیر حاضرۍ کې ۶۵ سلنه کمښت.
د څلور ورځنۍ اوونۍ د نړیوالې ادارې بنسټ ایښودونکې، شارلټ لوکارټ وویل: “سرشمیرنې ښيي چې له دې سره نه یوازې د خلکو روغتیا بهتره کیږي بلکې زموږ د موندنو له مخې، د کاروبار اغېزمنتیا هم په خپل حال پاتې کیږي او یا تر هغه هم ډیریږي.”
د متحدو ایالتونو په کانګرس کې هم پر دې موضوع بحثونه روان دي
د امریکا په کانګرس کې د استازو جرګې دیموکرات غړي مارک تاکانو پدې وروستیو کې یو ځل بیا د معاش کمولو پرته په ټول هیواد کې د ۳۲ ساعتونو کاري اونۍ رامینځته کولو وړاندیز وکړ. خو تر دې دمه نوموړی د جمهوري غوښتونکو ملاتړ نه لري او هغه مني چې د دې تګلارې پلې کول نور کار ته اړتیا لري.
ټاکانو زياته کړې ده: “دا چاره د نلدوانۍ، ترکاڼۍ او کارخانو د کارکوونکو له پاره توپیر لري. دا چې د دوی ټولو لپاره به انډول څنګه رامنځته کیږي، زه ټول ځوابونه نه لرم.”
د ډیجیټل بازارموندنې او اعلاناتو شرکت Liquified Creative د دوو کلونو له پاره د څلورو ورځو کاري اوونۍ تجربه کړې ده. د دې شرکت مشر، شان نوراټیل دا یو ستونزمن سفر وباله.
هغه وویل: “دا د کارکوونکو لپاره خورا ستونزمنه وه، ځکه چې دوی هڅه کوله د ۴۰ ساعتونو کار په ۳۲ ساعتونو کاري اوونۍ کې بشپړ کړي. ټولو کارونو ته رسېدل مشکل وو.”
په اوونۍ کې د څلورو ورځو کار د اغېزمنتیا په اړه د کافي مالوماتو د نشتوالي له کبله، ټاکل شوې چې په روان کال کې په متحده ایالاتو کې په دې اړه نوې څېړنې پیل شي. د څلور ورځنۍ اوونۍ نړیواله موسسه همدارنګه په پام کې لري چې په دې اړه په استرالیا، نیوزیلنډ او برازیل کې هم ازمایښتي پروګرامونه پیل کړي.