په اوسنۍ نړۍ کې د سیاسي ګوندونو اغیز
د سياسي ګوندونو لنډ تعريف دا دی چې په يوه سياسي تشکيل کې د يوه فکر درلودونکي کسان سره راغونډ شي او يوه هدف ته د رسېدو لپاره ګډ فعاليت کوي
د ګوندونو د جوړېدو ريښې په تاريخ کې ډېرې لرغونې دي او له لرغوني يونان نه سرچينه اخلي خو مشخص سياسي ګوندونه په تېرو دوو پېړيو کې د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې جوړ شول چې بېلابېلې عقيدې او لارې يې درلودې او په بېلابېلو هېوادونو کې يې له خپلو ايډيالوژيو او مفکورو سره سم حکومتونه جوړ کړل چې په دې کې مهم يې سوسيالېست ګوندونه، سوسيال ديموکرات ګوندونه، کمونېست ګوندونه، مسيحي ديموکرات، راډيکال، فاشست ګوندونه، ناسيونالېست ګوندونه، جمهوري غوښتونکي ګوندونه، اخواني ګوندونه او نور راز-راز ګوندونه دي چې په بېلابېلو هېوادونو کې فعاليت لري.
په افغانستان کې د سياسي ګوندونو تاريخچه
په افغانستان کې هم سياسي ګوندونه اوږد تاريخ لري او د تاريخ په اوږدو کې له راز-راز تحولاتو او بدلونونو سره مخامخ شوی، ګڼې اجتماعي، فکري او سياسي ډلې رامنځته شوې او خصوصا صوفيان، ځوانمردان، کاکهګان، پايلوڅان او نور داسې تشکيلونه و چې ځانګړي ټولنيز او سياسي فعاليتونه یې ترسره کول.
د نولسمې پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې د هېواد نابغه زوی علامه سيد جمالالدين افغان د خپل هېواد، اسلامي نړۍ او ټول ختيځ د آزادۍ لپاره يوه داسې سياسي مفکوره رامنځته کړه چې له کورني استبداد او بهرني ښکېلاک دواړو سره يې مبارزه کوله ده هم د پردي استعمار د مزدورو حکومتونو د رانسکورولو او هم د ښکېلاک د لاس لنډولو لپاره خلک تنويرول او پاڅون ته يې هڅول او هم يې له داسې حکومتونو سره د مفاهمې له لارې د اصلاحاتو او ریفورمونو راوستل غوښتل.
نور ولولئ: انتوني بلېنکن: طالبان باید خپل سیاست او رویې ته تغیر ورکړي
په افغانستان کې د مشروطيت د غورځنګ خښته په داسې وخت کې کښېښودل شوه چې د امير عبدالرحمن استبدادي دوره د ده په مړينه سرته رسيدلې وه او د ده د زوی امير حبيب الله خان په وخت کې په نسبي ډول د سياسي تنفس زمینه برابره شوې وه، د هېواد يو شمېر روڼ اندي مبارزين سره راټول شول او ويې غوښتل چې د اخبار او نشراتو له لوري په قانوني ډول خپله مشروطیت غوښتونکې مبارزه پيل کړي.
په همدې توګه دغه لړۍ پسې را وغزیده او په را وروسته کې موږ د ډېر شمېر سياسي ګوندونو شاهدان شو.
خو په افغانستان کې د طالبانو له دويم ځلي حاکميت را پدې خوا دوی د سياسي ګوندونو فعاليت لغو کړی دی.