Uncategorized

په تاشکند کې د افغانستان لپاره د ګاونډیو هیوادونو ځانګړو استازو ناسته کړې

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې پرون د کب ۱۶مه په تاشکند کې د افغانستان لپاره د ازبکستان، ایران، چین، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان د استازیو ناسته وشوه

په دې غونډه کې د افغانستان اوسني وضعیت، د دواړو لورو ترمنځ د همکاریو او اوږد مهالې سولې او ثبات د رامنځته کولو او د افغانستان له خلکو سره د بشردوستانه مرستو په اړه خبرې وشوې.

دا ناسته په داسې مهال کې تر سره کیږي چې تر اوسه د ګاونډیو هیوادونو په ګډون په نړۍ کې کوم هیواد په افغانستان کې د طالبانو نوی حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی چې د پخواني شل کلن جمهوریت له نړولو وروسته یې جوړ کړی.

طالبان ټینګار کوي چې دوی د رسمیت پيژندلو لپاره د نړیوالو ټول شرطونه پوره کړي دي.

څه موده وړاندې هم تاشکند د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې کوربه و

له دې ناستې پخوا د روان کال په زمري میاشت کې هم د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د افغانستان په اړه نړیواله ناسته ترسره شوي وه چې د اسلامي امارت د مقاماتو په ګډون، د شلو هېوادونو استازیو پکې ګډون کړی و.

نور ولولئ: د ازبکستان ملي امنیت سلاکار: افغانستان سره باید ښه تعامل وشي

په نوموړې ناسته کې هم د افغانستان د کړکیچ په اړه بحثونه د نظریاتو تبادلې شوې وې.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د افغانستان په اړه د ناستې تابیا لري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم هوډ څرګند کړی چې نن د کب په ۱۷مه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته ولري چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي استازی به پکې خپلې څرګندونې وړاندې کړي.

تمه ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو حالت او بشري ناورین به د دې غونډې اصلي محورونه وي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په اړه اندیښنې لري چې په وار وار یې څرګندې کړې دي.

په افغانستان کې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو اندیښنې

پر دې سربیره ملګري ملتونه په افغانستان کې د امنیتي حالت د خرابیدو په اړه هم اندیښمن دي چې په اړه یې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنت د ملګرو ملتونو شورا په ناسته کې په افغانستان کې د داعش اورپکې ډلې د بریدونو ډیروالي په اړه اندیښنه ښودلې وه.

خو طالبان وایي چې دوی په افغانستان کې د داعش ډله په بشپړ ډول له منځه وړې ده او بریدونه یې ورته شنډ کړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button